لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوهیږئ دنړۍ کومو هیوادونو کې انټرنیټ ارزان اؤ کومو کې ګران دی؟


د انټرنیټ د نرخونو په اړوند یو تازه راپور کې ویل شوي چې هند دنړۍ هغه یوازینی هیواد دی چې دموبائیل دپاره انټرنیټ پکې تر ټولو په ټیټه بیعه پلورل کیږي اؤ امریکا اؤ برتانیه په هاغو هیوادونو کې شامل دي چې انټرنیټ پکې په ګران نرخ ترلاسه کیږي.

دپاکستان ډان ورځپاڼې دیوې برتانوي ویب پاڼې لخوا دنړۍ بیلا بیلو هیوادونو کې دانټرنیټ دنرخونو په اړوند راټول کړل شوي معلومات خپاره کړي چې دهغې له مخې هند کې تر ټولې نړۍ په ارزان نرخ دموبائیل انټرنیټ ترلاسه کیږي.

په دغه راپور کې راغلي چې هند کې یوGB انټرنیټ په 0.26 دالر پلورل کیږي اؤ برتانیه کې یو GBانټرنیټ خلک په6.66 ډالر ترلاسه کوي.

په امریکا کې بیا دغه نرخ نور هم سیوا دی اؤ یو GB انټرنیټ پکې په 12.37 ډالر خرڅیږي.

تر ټولو په ټیټه بیعه چې کومو هیوادونو کې انټرنیټ پلورل کیږي هغې کې کرغزستان په دویم نمبر دی.

دغه هیواد موبائل کارونکو ته یو GB انټرنیټ په 0.27 ډالر ورکوي اؤ قازقستان کې کې بیا دغه بیعه 0.49 ډالر ده.

راپور وایي چې دانټرنیټ دغه بیعې تیرکال معلومې کړل شوي اؤ دترلاسه شوؤ معلوماتو له مخې زمبابوی دنړۍ هغه هیواد ګڼل کیږي چې انټرنیټ پکې تر ټولو په ګران نرخ خلک ترلاسه کوي.

په دغه هیواد کې یو GB انټرنیټ په75.20ډالر دی.

په زیاتره اروپایي هیوادونو کې د انټر نیټ‌ بیعې ډیرې لوړې دي خو فن لینډ کې بیا یو GB انټرنیټ خلک یوازې په 1.16ډالر ترلاسه کوي.

پاکستان په ټیټه بیعه د انټرنیټ پلورنکو هیوادونو په قطار کې په ۳۳م نمبر دی اؤ په دې هیواد کې یوGB انټرنیټ خلک په 1.85ډالر اخلي.

په دغه راپور کې دپاکستان دننه د انټرنیټ د۵۸ پلانونو جاج اخستل شوی اؤ ویل شوي چې په دې هیواد کې تر ټولو دتیټ نرخ انټرنیټ په 0.29 ډالر اؤ تر ټولو د لوړ نرخ انټرنیټ په7.15 ډالر پلورل کیږي

په راپور کې راغلي چې افغانستان، بنګله دیش، سریلنکا،ایران ځینې نورو ایشیایي هیوادونو کې پاکستان څخه په ټیټه بیغه انټرنیټ پلورل کیږي.

ایشیایي هیوادونو کې که هر څو دانټرنیټ بیغې ټیټې دي خو په حیرانونکي ډول دټیکنالوجۍ په نړۍ کې تر ټولو وړاندې ګڼل کیدونکو هیوادونو چین،جاپان اؤ کوریا کې دموبائیل انټرنیټ بیعې بیا لوړې دي.

چین کې یو GBانټرنیټ په 9.89 ډالر دی خو دګران نرخ انټرنیټ پکې بیا په 26.61ډالر خرڅیږي.

جنوبي کوریا کې دیو GB نرخ 15.12 اؤ جاپان کې 8.34 دی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG