لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کوهستان ويډيو: افضل کوهستانی په ډزو وژل شوی


د خېبرپښتونخوا د شمالي علاقې کوهستان افضل کوهستاني په ډزو وژل شوی دی، کوهستاني هغه تن دی چې په کال ۲۰۱۲م کې يې د يوې ويډيو مخې ته راتلو وروسته د پينځه ؤ جينکو د وژل کېدو ادعا کړې وه.

د افضل کوهستاني د وژنې پېښه د شورو، چارشنبې په ماښام په اېبټ اباد کې رامنځته شوې او پوليس ويلي کوهستاني د سورلو په ګاډي کې ناست ؤ او دغه وخت پرې يو تن ډزې کړي دي.

ويل شوي کوهستاني په ځای ژوند د لاسه ورکړی دی.

پولیس ويلي ځايي خلکو د ډزې کوونکي تن د نیولو هڅه کړې خو هغه بيا په خلکو هم ډزې کړي او درې تنه يې ژوبل کړي دي.

د وي او ای اردو څانګې د رپوټ ترمخه د پوليس چارواکو په وېنا د ډزې کوونکي تن بل ملګری نيول شوی او د هغه تعلق د کوهستان سره دی.

افضل کوهستاني په کال ۲۰۱۲م کې یوه ويډیو په ګوته کړې چې د کوهستان په يو لري کلي کې په موبايل جوړه شوې ويل شوي وو دا د يو واده په دستوره کې جوړه شوې وه چې پکې هلکان ګډیږي او جينکۍ ورته ولاړې لاسونه پړقوي.

کوهستاني ادعا کړې وه چې په ويډيو کې ليدل کېدونکې پينځه جينکۍ او ښځې د يوې جرګې د پرېکړې وروسته وژل شوې وې.

د ځينې راپورونو ترمخه د غه هلکان د افضل کوهستاني وروڼه وو، او ويل شوي د دغو جينکو خپلوانو بيا د کوهستاني دوه وروڼه هم وژلي وو.

تېر کال پوليسو د د وژنو په تور څلور تنه نيولي خو دغه کسان د پېښور هايکورټ د اېبټ اباد څانګې په ضمانت پرېښودې دې.

ويل شوي افضل کوهستاني څو ورځې وړاندې په يو ويډيو پېغام کې ويلي چې هغه ته ګواښونه کيږي د هغه د ساتنې انتظام دې وشي.

د هغه خپلوانو ويلي کوهستاني د هزاره ډويژن د پوليس مشر او د مانسهرې ضلعې د پوليس مشر ته د خپل ځان د ساتنې دپاره خط هم ليکلی ؤ.

د راپورونو ترمخه افضل کوهستاني د يادې پېښې وروسته سره د خپلې کورنۍ خپله علاقه هم پرېښودې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG