لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې د خېبرپښتونخوا سره تعلق لرونکو درې تنو مړي ترلاسه شوي


د پنجاب صوبې سره په پوله د بلوچستان په بارکان ضلع کې د خېبرپښتونخوا د ډېره اسماعيل خان سيمې سره تعلق لرونکو درې تنو مړي ترلاسه شوي دي، دا درې واړه کسان په ډزو ويشتل شوي دي.

د بلوچستان صوبې د چارواکو په وېنا د درې کسانو مړي د کوټې څخه نزدې ۵۰۰ کلوميټره لرې شمال ختيځ پله د پنجاب صوبې سره په پوله پرته بارکان ضلع کې ترلاسه شوي دي.

د بارکان مرستيال کمشنر سهېل انور هاشمي وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ويلي ځايي خلکو پولیسو ته د مړو خبر ورکړی دی.

هغه ويلي پوليس دا مړي ځايي تاڼې ته وړلي او مالومه شوې چې دا درې واړه کسان په سر په ډز ويشتل شوي دي.

د نوموړي په وېنا د وژل شوو پېژندګلو شوې او درې واړه د ډېره اسماعيل خان سره تعلق لري او دوه پکې وروڼه دي.

هغه ويلي د دغو کسانو د وژنو علت نه دی مالوم شوی او پوليس ته يې د پېښې د پلټنو لار ښوونه کړې ده.

په بلوچستان کې وخت په وخت دغه ډول مړي ترلاسه کيږي، او د بې درکه بلوڅو د مالومولو دپاره مبارزه کوونکې تنظيم مشر ماما قدير بلوڅ وايي دا د بې درکه کړی شوو بلوڅو مړي وي.

د بلوچستان صوبايي حکومت چارواکي وايي د بې درکه بلوڅو د مالومولو په موخه کار کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG