د بخښنې نړيوال سازمان (اېمنسټي انټرنېشنل) په پاکستان غږ کړی چې په زوره د خلکو د بې درکه کولو د لړۍ د مخنيوي دپاره ګامونه پورته کړي.
نړيوال سازمان د پاکستان د سيند صوبې د سکول د يو استاز هدايت الله لوهار چې په زور بې درکه کړی شوی دی، په اړوند د هغه د لُور سسي لوهار د قوله ويلي، چې پلار يې په ۱۷م اپرېل ۲۰۱۷م د سيند صوبې د نصير اباد څخه په زوره بې درکه کړی شوی دی.
هغې ويلي د عېني ګواهانو باوجود دوي د مقدمې درج کولو دپاره هايکورټ ته خواست کړی ؤ.
سسي ويلي، "مونږ ته بيا بيا ويل کیږي چې د احتجاجونو لړۍ ودروي او په زوره د بې درکه کړی شوؤ کسانو دپاره مبارزه پرېږدي کور کښېني، بابا به يې واپس راشي".
د سازمان د رپوټ ترمخه په زوره د بې درکه کړی شوؤ کسانو د پلټنو دپاره جوړ کمېشن سره دا وخت ۲۱۷۸ داسې مقدمې دي چې حل کېدو ته اړتيا لري.
د کمېشن ترمخه د روان کال د جنورۍ په مياشت کې ۴۸ مقدمې خارج کړی شوي چې پکې ۴۶ کسان مالوم شوي او په دوي کې ۲۹ کورونو ته بيرته ستانه شوي، لس په بندي مرکزونو، پينځه د ترهګرۍ په مادو کې په جېلونو کې دي او دوه مړه دي.
د بې درکه کسانو دپاره کار کوونکې د ملګرو ملتونو د ډلې د شمېرې ترمخه په پاکستان کې د ۷۰۰ بې درکه کسانو مقدمې د ځنډ ښکار دي.
اېمنسټي انټرنېشنل ويلي په پاکستان کې پښتانه، بلوڅ، سينديان، شيعه، سياسي فعال، د بشري حقونو دفاع کوونکي، د مذهبي او ملت پاله ډلو ملاتړ کوونکي، د وسله والو ډلو مشکوک غړي او د لاقانونه ګرځول شوؤ مذهبی او سياسي ډلو غړي په زوره بې درکه کول کيږي.
ادارې ويلي په زوره د بې درکه کړی شوؤ کسانو کورنيو ته دې وويل شي چې خپلوان يې چرته دي.
د سازمان په وېنا په زوره بې درکه کړی شوي کسان دې په سمدستي ډول خوشي کړی شي يا دې عدالتونو ته وړاندې کړی شي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) هم په خپلو غوښتنوکې يوه غوښتنه دا کوي چې بې درکه کړی شوي کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړی شي.
پي ټي اېم او د بې درکه بلوڅو دپاره مبارزه کوونکی تنظيم (وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز) په دوامداره توګه د بې درکه کسانو د مالومولو دپاره مبارزه کوي.
د بخښنې نړيوال سازمان ويلي که خلک په بند کې ساتل کيږي نو دا دې یقينې کړی شي چې په دوي د کوم نړيوال جرم تور دی خو ورسره دې هغوي ته د منصفانه محاکمې يا اورېدنې حق هم ورکړی شي.
سازمان د نورو سپارښتنو سره دا هم ويلي چې اغېزمنو کورنيو ته دې د ويري پرته دا ازادي وي چې دوي په زوره د بې درکه خلکو دپاره په ښکاره پرامنه احتجاج وکړي.
د نړیوال سازمان په رپوټ کې ویل شوي د پاکستان تحریک انصاف حکومت ژمنه کړې چې په زوره د بې درکه کولو عمل به جرم ګرځوي او د بشري حقونو وزيرې شيرين مزاري په دغه اړوند قانوني مسوده هم د قانون او انصاف د وزارت سره جمع کړې ده، خو په دې عمل کې مدني ټولنه او د بې درکه کسانو د کورنيو سره مشوره نه ده شوې.
ويل شوي په وروستيو مياشتو کې ۶۵ هغه بې درکه بلوڅ چې په زوره بې درکه کړی شوي وو او مقدمې يې درج وې تراوسه پورې خوشي کړی شوي دي.
خو ادارې ويلي دغه کسان چې خوشي کولی شي دوي ته خبرداری ورکړی شوی وي چې د بې درکۍ په اړوند به د رسنيو يا بل چا سره خبرې نه کوي، او د بې درکه کسانو کورنۍ او مدني ټولنې ته ګواښونه کولی شي چې د بې درکه کسانو دپاره غږ نه پورته کوي.