لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې پر ښځو د تشدد او جنسي تېري پېښې مخ په زیاتېدو دي


واشنګټن ــــ د پنجاب په لاهور ښار کې پر اسما عزیز نومي ښځې باندې د خپل خاوند تشدد او د هغې د وېښتانو د خرېیلو پېښې په ملکي او نړیواله کچه غبرګون را پارولی او د بشري حقونو نړیوال تنظیم ایمنیسټي انټرنېشنل پر پاکستان د ښځو د حقونو د خوندي ساتلو ټینګار کړی دی.

اسما عزیز په وروستیو کې پر ټولنیزو رسنیو خپل عکسونه او ویډیو خپره کړې، چې وایي خپل مېړه د خپل کور د نوکرانو په مرسته ورباندې هغه وخت تشدد وکړ او په زوره یې وېښتان ور وخرېیل چې دې ورته له نڅا کولو انکار وکړ. هغه په ویډیو کې وایي:

"د نوکرانو په وړاندې یې زه لوڅه کړم، نوکرانو زه ونیولم ده زما وېښته را وخرېيل او ویې سوځول، زما جامې ټولې په وینو سرې وې، په پایپ یې وتړلم او راته ویې ویل چې نن دي پکي ته ځوړندوم".

اسما عزیز تور پورې کړی وو چې تر پېښې وروسته پولیسو د دې له ایف ای آر درجولو انکار کړی وو ځکه چې وایي پیسې یې ځنې غوښتې، خو کله چې د بشري حقونو مرکزي وزیرې شېرین مزاري د پېښې خبر واخیست نو پولیسو یې مقدمه درج کړه او د هغې د مېړه په ګډون یې یو نوکر هم ونیول، چې وروسته عدالت د څلورو ورځو په ریمانډ پولیسو ته وسپارل.

د بشري حقونو نړیوال تنظیم ایمنیسټي انټرنېشنل د پاکستان پر مرکزي حکومت ټینګار کړی، چې د ښځو د حقونو د خوندي ساتلو په قوانینو کې اصلاحات راولي.

په پنجاب کې د ښځو د حقونو لپاره د سرکاري کمېشن مشره فوزیه وقار هم د ایمنیسټي انټرنېشنل غوښتنه پر ځای ګڼي:

"د ښځو د تحفظ لپاره دوه شیان ډېر ضروري دي، یو خو دا چې پولیس دې د تشدد ښکار ښځو سره د قانوني مرستو لپاره پابنده کړل شي او بل دا چې د جنسي او نور تشدد ښکار ښځو ته د انصاف ورکولو او نورو مرستو د باوري کولو لپاره دې دوی ته داسې اسانتیاوې ورکړل شي چې د دوی کېسونه زر فیصله کېږي".

بل لور ته د اسلام اباد پولیسو هم دعوه کړې چې درې تنه یې له خپلې خور سره د جنسي تېري په تور نیولي دي. د ډان ورځپاڼې د خبر له مخې یوه پولیس مشر ویلي چې په تورنو کسانو کې یو تن مذهبي عالم هم دی چې وایي آنلاین خطبې یې هم خپرې کړې دي.

پولیس وایي نجلۍ 15 کلنه ده او د تورنو کسانو عمرونه له 22 تر 30 کلنۍ پورې دي، چې وایي د تېرې جمعې په ورځ یې ورباندې جنسي تېری کړی او بیا یې هغې ته د قرآن روی وروړی چې چاته ونه وایي.

پولیس وایي درېواړو وروڼو د بدني ریمانډ پر مهال پر خپل جرم اعتراف کړی او د پنجشنبې- زیارت په ورځ یې عدالت ته وړاندې کړی او عدالت دوی اډیاله زندان ته لېږلي دي.

پاکستان د ښځو د حقونو د خوندي ساتلو په لړ کې په نړۍ کې په ښه نامه نه یادېږي. په پاکستان کې د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکی تنظیم عورت فاونډېشن وایي، په دې هېواد کې 70 فیصده ښځه په څه نه څه شکل له کورني تشدد سره مخ دي.

Recommended

XS
SM
MD
LG