په قبايلی ضلع مومندو کې د پوليو ضد کار کوونکې نړيوالې ادارې (ډبليو اېچ او) ځايي چارواکی په ډزو وژل شوی دی.
د مومندو انتظاميې پخلی کړی چې د غلنۍ په غازي بېګ علاقه کې د يونين کونسل رابطه کار افسر واجد علي په علاقه کې په ډېوټۍ ؤ او په دغه مهال پرې ډزې شوي دي.
د انتظاميې په وېنا واجد علي په ژوبل حالت کې روغتون ته راوړل شوی او بيا يې ژوند د لاسه ورکړی دی.
د هغه پلار بخت منېر وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ويلي، زوی يې ډيوټۍ له تللی ؤ او دوي د چا سره کومه شخصي دښمني نه لري.
د سرچینو ترمخه واجد علي په علاقه کې د پوليو څاڅکو نه انکاري کسانو سره ليدو له ورغلی او په دغه مهال پرې یو تن چې د پوليو نه انکاري دی ډزې کړي دي.
د پوليو پروګرام دپاره د وزیراعظم ځانګړي وياند بابر بن عطا ويلي په ټويټر ویلي، د واجد په وژنه کې په تورنو دوه کسانو کې يو نيول شوی او هغه دا پېښه شخصي دښمني ګرځولې ده.
په مومندو کې له دې وړاندې هم د پولیو کارکوونکي په وسله والو بريدونو کې وژل شوي دي.
پاکستان اوس هم د نړۍ په هغو درې هېوادونو کې شامل دی چرته چې د پوليو وايرس شتون لري.
پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو شپږ پېښې مخې ته راغلي شوي دي.
دا تازه پېښې په خېبر، باجوړ، بنو، هنګو، کراچۍ او لاهور کې رامنځته شوي دي.