لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان کې شخړې پښتنو سيمو ته خورې کړی شوي، اېچ ار سي پي


په پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن ويلي "په بلوچستان کې د شخړو نوې علاقې پرانستل شوي او پښتنو علاقو ته خورې کړی شوي دي".

د بشري حقونو کمېشن د خپلې ۳۳م عمومي غونډې په پای جاري کړي بيان کې په ملک کې ګڼې مسلې په ګوته کړي دي.

اېچ ار سي پي ويلي، د دوي په تجربه کې راغلې چې په بلوچستان کې په ليويز ځواک بريدونه څرګندوي چې د تندروۍ اډې د صوبې دپاره اوس هم غټه مسله ده.

د بلوچستان صوبې په لورالايي ضلع کې د جنورۍ په مياشت کې په امنيتي ځواکونو او د ډي ايي جي په دفتر برید شوی، بيا د ايدهي فاؤنډېشن ځايي مشر او بيا ارمان لوڼی وژل شوی او له هغې وروسته په وروستيو کې د زيارت په سنځاوۍ سيمه کې په ليويز وسله وال بريد شوی ؤ.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) سياسي مذهبي ګوندونو او مدني فعالانو د دغو پېښو پرضد احتجاجي مظاهرې کړي او ویلي يې ؤ د يو پلان لاندې د سيمې امنيت د خرابولو هڅې کيږي.

د بشري حقونو کمېشن د رياست نه غوښتنه کړې چې "په زوره د بې درکه کولو نه د ژغورنې په نړيوال تړون دې لاسليک وکړي او که کوم بې درکه تن کور ته راشي نو د هغه په زوره د بې درکه کولو مقدمه ختمېدل نه دي پکار، او په زوره بې درکه کوونکو ته چې د سزا نه کومه استثنٰی ترلاسه ده هغه د سختې اندېښنې وړ ده".

پي ټي اېم په خپلو غوښتنو کې یوه په زوره د بې درکه کړی شوؤ خلکو په اړوند کوي چې دغه کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړی شي، دغه ډول بلوچ مسنګ پرسننر تحريک هم د بې درکه کسانود مالومولو دپاره مبارزه کوي.

اېچ ار سي پي "د پوځي عدالتونو په تسلسل افسوس" څرګند کړی او په زوره د مذهب بدلولو غندنه يې کړې ده.

د بشري حقونو کمېشن ويلي "د ترهګرۍ د مالي مرستو د مخنيوي په لړ کې د رياست پورته کړي ګامونه د داد وړ نه دي" او زياته کړې يې ده وسله والې ډلې تر ټولو نه لمړی د هېواد د وګړو دپاره غټه خطره ده.

"د ملک په ګټه ده چې خپله مخه سمه کړي او په ټولو وسله والو ډلو بندېزونه ولګوي".

اېچ ار سي پي په خپله اعلاميه کې د شراکتي جمهوریت په اساسي اصولو کې په بدلون کولو اندېښنه څرګنده کړې، اود مدني ټولنې په وړاندې د جوړؤنکو خنډانو غندنه يې کړې ده.

کمېشن ويلي په ملک کې رسنۍ د سخت فشار لاندې دي او "اسټبلشمنټ د خيالاتو مخالفت کوونکو صحافیانو په ځورولو کې سېوا والی هم" او دا لړۍ دوام لري، د "اختلاف رايې اوازونه غلي کړی شوي د کوم څه نه چې د پاکستان په جمهوري وده سختې منفي اغېزې شوي دي.

کمېشن د ماشومانو په حق وهنه او تندروۍ کې سېوا والي باندې اندېښنه څرګنده کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG