لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په زوره د مذهب بدلولو پرضد هيڅ قانون نشته، ايي ای رحمان


د پاکستان د اسلام اباد هايي کورټ ويلي داسې کوم ثبوت نه دی ترلاسه شوی چې په هيندوانو جينکو په زوره اسلام قبول کړی شوی دی، خو عدالت ته ويل شوي په پاکستان کې په زوره د مذهب بدلولو پرضد هيڅ قانون نشته.

عدالت دواړو خوېندو جينکو ته يې د خپلو خاوندانو سره د پاتې کېدو اجازت ورکړی دی.

د اسلام اباد هايکورټ په امر د هيندوانو جينکو د مذهب بدلولو په اړوند جوړ کمېشن نن عدالت ته خپل رپوټ وړاندې کړی او ويلي يې دي دا پېښه په زوره د مذهب بدلولو نه ښکاري.

خو د کمېشن يو غړي د بشري حقونو فعال عدالت ته ويلي، په پاکستان کې په زوره د مذهب بدلولو پرضد هيڅ قانون نشته.

د راپورونو ترمخه سيکرټري داخله اعظم سلېمان عدالت ته د کمېشن رپوټ وړاندې کړی او ويلي يې دي دا پېښه په زوره د مذهب بدلولو نه ښکاري او د جينکو عمرونه ۱۹ او ۱۸ کاله دي.

د اسلام اباد هايکورټ چيف جسټس اطهر من الله د مقدمې د اورېدنې په مهال ويلي لږکۍ بايد شک هم ونه لري چې حقونه يې محفوظ نه دي، نوموړي ويلي په ډاکه شوه چې جينکۍ بالغې دي او په زره پرې مذهب نه دی بدل کړی شوی.

د اورېدنې په مهال د بشري حقونو د فعال او کمېشن د غړي ايي ای رحمان ويلي چې د سيند صوبې په ګوټکي سيمه کې يوه ډله په علاقه کې خلک په زوره د مذهب بدلولو دپاره راپاروي.

هغه ويلي دلته (په پاکستان کې) په زوره د مذهب بدلولو پرضد هيڅ قانون نشته.

نوموړي قاضي ویلي سيند صوبه د هغه په واک کې نه راځي او په پارلیمان اعتماد لري لارښوونه ورته نه شي کولی.

تېره مياشت د سيند په ګوټکي سيمه کې د دوه هيندوانو جينکو په زوره د مذهب بدلولو خبر مخې ته راغلی او د دغو جينکو پلار ويلي ؤ چې لوڼه يې تښتول شوي او په زوره پرې مذهب بدل کړی شوی دی.

په سوشل ميډيا هم فعال جبران ناصر ويلي ؤ چې د دغو جينکو عمرونه د ۱۸ کالو نه کم دي.

خو وروسته د دغو جينکو ویډيو مخې ته راغلې او دوي په خپله خوښه د مذهب بدلولو ويلي ؤ.

د اسلام اباد هايکورټ ته بيا د دغو هيندوانو جينکو د ساتنې خواست شوی او عدالت د پېښې د پلټنو دپاره د کمېشن جوړولو امر کړی ؤ.

د ځايي ميډيا ترمخه د بشري حقونه وزير شيرين مزاري، ديني عالم مفتي تقي عثماني، د بشري حقونو د کمېشن مشر مهدي حسن، د ښځو د قامي کمېشن مشره خاور ممتاز او ايی ای رحمان په کمېشن کې شامل کړی شوي وو.

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:30 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG