لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم عمران خان دمهمند ډیم جوړولو تیږه کېښوده


دپاکستان وزیراعظم عمران خان دمهمند ډیم جوړولو ټیږه اېښې ده اؤ په ټولو صوبو یې غږ کړی چې دجګړه ځپلو قبائیلي ضلعو دپرمختیا په لړ کې خپله مرسته وکړي.

دغه ډیم چې دسوات د سیند په اوبو دمنډا هیډ ورکس په مقام جوړیږي دپېښور نه شمال ته ۳۷کلومیټره په واټن پروت دی اؤ ټاکل شوې چې څه دپاسه د دریوؤ اربو روپو په لګښت به په پینځوؤ کالو کې سرته رسیږي.

د ډيم د بنیادي تیږي اېښودلو دپاره چارشنبې په ورځ دپاکستان وزیراعظم عمران خان، دپوځ‌ سرلښکر جنرال قمرجاوید باوجوه،ګورنر شاه فرمان،پخوانی چیف جسټس ثاقب نثار اؤ نورو لوړ پوړو چارواکو دمهمند قبائیلي سیمې سفر کړی دی.

په دغه موقعه راجوړې شوې دستورې ته خپله وینا کې وزیراعظم عمران خان ویلي “مونږ ته احساس دی چې ددې سیمې خلک څه ستونزې لري، مونږ به دا ټولې ستونزې له مینځه وړو، تاسو ته به نوکرۍ، دمعاشي پرمختیا موقعې،عصري ټیکنالوجي اؤ د تعلیم اسانتیاوې درکوؤ”

هغه وویل که چرې دفاټا زلمو ته دپرمختیا غوره موقعې ورنکړل شوې نو هغوئ غلطو لاسونو ته ورتللی شي چې نقصان به یې ټول پاکستان ته وي.

وزیراعظم عمران خان وویل په چین کې څو زره ډیمونه دي اؤ مونږ غواړو چې مونږ هم د چین په څېر دپرمختیا لارې ولټوؤ اؤ دلته د اوبو نوي ډیمونه جوړ کړو.

هغه وویل حکومت یې هڅه کوي چې دفاټا پرمختیا ته زیاته پاملرنه وکړي ولې چې دا سیمې جنګونو ځپلي دي اؤ نور باید اوس دفاټا خلک په خوشحالۍ اؤ امن کې ژوند وکړي.

په ۸۱زره ۸۲۷ ایکړه زمکه جوړیدونکی مهمند ډیم به د۱۲لکه ایکړه فټه اوبو د ذخیره کولو توان لري اؤ ۸۰۰ میګا واټه بجلی به پیدا کوي.

ددې ډیم څخه به پاکستان ته هرکال دڅلورو اربو اؤ۹۸ کروړو روپو اوبه اؤ د۱۹اربو اؤ۶۰ؤ کروړو روپو بجلي په لاس ورځي.

ددې ډیم نه وتلي نهرونه به د مهمندو ۱۶زره ۶۶۷ایکړه للمې زمکې خړوبوي.

Recommended

XS
SM
MD
LG