لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایلو او فلسطینیانو پر اوربند موافقه کړې ده


په فلسطینیانو باندې د مې په څلورمه نېټه د اسرایلو له یو هوايي برید څخه وروسته اخېستل شوی انځور
په فلسطینیانو باندې د مې په څلورمه نېټه د اسرایلو له یو هوايي برید څخه وروسته اخېستل شوی انځور

واشنګټن: فلسطیني چارواکي وايي، له اسرایلو سره د حماس او اسلامي جهاد ډلې لخوا د اوربند پر سر موافقه شوې ده.

دغه اوربند د مصر په منځګړیتوب رامنځ ته شوی او د سهار په یوه نیمه بجه له پلي کېدو راهیسې تر اوسه هم پر ځای دی.

د جمعې د ورځې راهیسې ددغه اوربند تر پلي کېدو پورې، د اسرایلو او فلسطینیانو ترمنځ په یو او بل د توغندیو د ورولو او هوايي بریدونو په ترڅ کې څلور اسرایلیان او لږ تر لږه ۲۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

دا له ۲۰۱۴ کال راهیسې په شریکه پوله باندې د لومړنیو ملکي اسرایلیانو د وژنې پېښه ګڼل کېږي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي، امریکا د اسرایلو سل په سلو کې ملاتړ کوي ځکه دوی له غزې نه د فلسطینیانو له راکټي بریدونو څخه د خپلو خلکو دفاع کوي.

ټرمپ د یکشنبې یا اتوار په ورځ په یو ټویټ کې ویلي:

"د غزې خلکو ته، د اسرایلو په وړاندې د دې ډول ترهګرو عملونو په ترسره کولو سره به له نارامۍ پرته بل څه ترلاسه نه شي. تاوتریخوالی ختم کړی او سولې ته کار وکړئ او سوله راتلی شي."

د اسرایلو لومړي وزیر بین یمین نتن یاهو پوځ ته امر کړی وه چې په غزه کې دې د حماس اهداف په نخښه کړي.

فلسطین لوري ته په وژل شویو کسانو کې د حماس په وینا د اسرایلو د هوايي بریدونو پر وخت یو ۱۴ کلن ماشوم هم له خپلې ترور سره یوځای وژل شوی دی.

خو د اسرایلو استخباراتو ویلي، چې د فلسطینیانو لخوا په ناسمه توګه د راکټ توغولو پر وخت دغه پېښه رامنځ ته شوې ده.

د یوه لوري ادعا هم په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG