لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

م م: په نړۍ کې د بې ځایه شویو کسانو شمېر ۷۱ میلیونو ته رسېدلی


واشنګټن: په نړۍ کې د بې ځایه شویو خلکو شمېر د فرانسې د ټول نفوس یا د ټولو وګړو له شمېر سره برابر دی.

زیاتره بې ځایه شوي او کډوال شوي خلک له افغانستان، سوریې، جنوبي سوډان، میانمار او سومالیا څخه دي.

د یو ان اچ سي ار سیمیز چارواکي وايي، په پاکستان کې ۱.۴ میلیونه راجستر شوي افغان کډوال ژوند کوي او دا شمېره په ایران کې کابو نیم میلیونه ته رسېږي.

په نیویارک کې د یو ان اچ سي ار مشره ناینېت کېلي وايي،

"او کله چې تاسو دغو هېوادونو ته ګورۍ نو تاسو وینۍ چې له افغانستان او سومالیا دواړو څخه د تېرو څلوېښتو کالو راهیسې بیا بیا مهاجرتونه کېږي."

هغې امریکا غږ ته وویل، د ایتوپیا او کمېرون په څېر هېوادونو کې د قبایلي جګړو له امله خلک بیا بیا بې ځایه کېږي.

هغه زیاتوي، ددې ترڅنګ د وینزویلا کېسه هم ډېره غټه ده ځکه د ۲۰۱۵ کال راهیسې تر څلورو میلیونو زیات خلک ورڅخه تښتېدلي دي.

کېلې وړاندې وویل، دا مهال د وینزویلا ۱.۳ میلیونه کډوال په کولمبیا او کابو اته لکه کډوال په پیرو کې پراته دي.

ددې ترڅنګ د سوریې زیات بې ځایه شوي خلک په ترکیه، لیبنان او اردن کې دېره دي.

کېلې دا هم وویل، زیات خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره له خپلو کورنو څخه تښتي او همدا د امریکا مکسیکو پر پوله د مرکزي امریکا څخه د زیاتو کډوالو د تېرېدو دلیل هم دی.

ملګري ملتونه له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې د هغو هېوادونو په اقتصادي او امنیتي ډګر کې دې پانګونه وکړي له کومو چې خلک تېښتې ته اړ اېستل کېږي.

تر درې لکو زیات خلک یواځې د جون د پیل راهیسې د کانګو له شمال ختیځو سیمو څخه د نژادي تاوتریخوالي له امله تښتېدلي دي.

د ملګروملتونو چارواکي وايي، تر ۱۶۰ زیات کسان دغلته یواځې تېره اونۍ د دوو ټولنو ترمنځ نښتو کې وژل شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو ادارې بابر بلوچ وویل، څرنګه چې بې ځایه کېدل په دومره لویه پیمانه دوام لري، نو داسې وېره ده چې زیات خلک به د ځان ساتلو لپاره یوګنډا ته واوړي.

زیات خلک چې د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي دا هیله لري چې بېرته به خپلو کورونو ته وګرځي لکه اردن ته له فلسطین څخه ورغلی محمد دیاب وايي:

"دا ناشونې ده چې خپل هېواد به له یاده وباسو دا هېڅ امکان نه لري. زمونږ راتلونکي نسلونه به یې هم له یاده و نه باسي. که مونږ مړه شو نور خلک هم شته؟"

خو د هغو خلکو شمېر ډېر کم دی چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي او د جګړو، جرمونو او د بشري حقونو څخه د سرغړونو له امله نور خلک هم کډوال شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG