لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان نه د صوبايي اسمبلۍ دوه بندي انتخابي کانديدان خوشي کړی شوي


عارف وزير
عارف وزير

د جنوبي وزيرستان نه د خېبرپښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ دپاره د ټاکل شوؤ انتخاباتو دوه بندیوان کانديدان خوشي کړی شوي دي.

په يادو کاندیدانو کې عارف وزیر په ۲۷م مې په بنو کې او اقبال لالا په ۲۴ جون په ټانک کې نیول شوی ؤ.

دا دواړه کانديدان په ازاد حيثيت د جنوبي وزیرستان د حلقه ۱۱۳ او ۱۱۴ نه په انتخاباتو کې برخه اخلي.

عارف وزیر د قامي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ مشر علي وزیر د تره زوی دی او هغه په خپله هم د پي ټي اېم پلوي دی.

اقبال لالا هم د پي ټي اېم پلوي او هغه د پي ټي اېم د ټانک د جلسې په مقدمه کې تورن او بيا په (تهري اېم پي او) کې نيول شوی ؤ.

د يادو کانديدانو خپلوانو د پاکستان د انتخاباتو کمېشن ته خواست کړی ؤ چې دا انتخابي کانديدان دي او دوي بې د کوم جرم بنديوان کړی شوي کمېشن دې دوي ازاد کړي.

د الېکشن کمېشن مشر سردار رضا خان په مشرۍ درې کسيزه کمېټۍ بيا د تېرې جمعې په ورځ د دوي د خوشي کولو امر کړی ؤ.

عارف وزير د ډېره اسماعيل خان د زندان څخه او اقبال لالا د هري پور جېل نه پرون د ګل، دوشنبې په ورځ خوشي کړی شوي دي.

وزير وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وویل هغه د خړ کمر د پېښې وروسته نيول شوی او بيا انتظاميې د رياستي ادارو پرضد د خبرو او خلکو راپارولو په تور نیولي ؤ، او وايي کوم جرم يې نه ؤ کړی.

هغه زياته کړه دی خو په خپله خوشی کړی شو خو د انتخابي کمپاين درې غړي یې په تهري اېم پي او کې اوس هم بنديوان دي.

اقبال لالا تور لګوي انتظاميې ځکه نيولی ؤ چې دوي د خپلې خوښې کانديد راوستل غواړي.

هغه وويل د ده سره چې نور کوم کسان نيول شوي په هغو کې ادريس او بلال چې د پي ټي اېم فعاله غړي دي تراوسه بنديوان دي او دوي د الېکشن کمېشن نه غوښتنه کړې چې دا کسان خوشي کړي ځکه چې دا هم سياسي بنديوان دي.

په خېبرپښتونخوا کې ورګډو کړی شوؤ قبايلي ضلعو کې په ۲۰ م جولايۍ د صوبايي اسمبلۍ دپاره انتخابات ټاکل شوي دي.

خو په شمالي وزيرستان کې د ۲۶م مې د خړ کمر د پېښې یوه اوونۍ وروسته ۱۴۴ ماده په ځای کړی شوې چې تراوسه په ځای ده او کانديدان وايي دوي د ۱۴۴ مادې له امله په ازاده انتخابي کمپاين نه شي کولی.

د شمالي وزیرستان په څېر په جنوبي وزیرستان کې هم د يوې مياشتې دپاره ياده ماده په ځای کړی شوې د کومې نېټه چې په ۲۷ جون سر ته رسېدلې ده.

په ياده موده کې په درې کانديدانو د عوامي نيشنل ګوند په تاج وزير، د پيپلز ګوند په عمران مخلص او ازاد کانديد وحيد محسود باندې مقدمې هم جوړې کړی شوي چې د دوي د ۱۴۴ مادې سرغړونه کړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG