لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

م.م: د طالبانو په سیمو کې د غیرت په نامه وژنې او سنګسار کېږي


په غور کې د یوې ښځې سنګسارېدل
په غور کې د یوې ښځې سنګسارېدل

واشنګټن: ملګري ملتونه وايي، د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې اوس هم د ښځو د حقونو پر وړاندې ډول ډول تیری کېږي.

دغه خبره د نهې یا سې شنبې په ورځ د ملګروملتونو د عمومي منشي مرستیالې امېنه محمد د بشري حقونو په اړه د یو راپور د خپرېدو پر وخت وکړه.

په دې اړه اغلې امېنه محمد وویل:

"د افغانستان په هغو سیمو کې چې طالبان یې د کنټرول دعوه کوي، هلته د غیرت په نامه د ښځو وژنې، د هغوی سنګسار او د ښځو په حقونو باندې د نورو تېریو راپورونه راغلي. سولې، امنیت او اقتصادي ثبات ته بیړنۍ اړتیا ده."

د بشري حقونو په اړه د ملګروملتونو د ادارې لخوا په دغه راپور کې راغلي دي، چې په افغانستان کې د نا امنیو له امله زیات خلک بې کوره شوي دي.

امېنه محمد وايي، ددې کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د جګړو له امله تر یو لک زیات کسان بې ځایه شوي دي او مونږ په دې هم پوهېږو چې د بې ځایه کېدو له امله په هر ځای کې د جنسیت له پلوه تاوتریخوالی هم زیاتېږي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي دي، چې په افغانستان کې په لومړنیو شپږو میاشتو کې د حکومت او ناټو ځواکونو لخوا تر طالبانو زیات ملکي وګړي وژل شوي دي.

راپور وايي، د ترهګرو په وړاندې د افغان او نړیوالو ځواکونو لخوا په پوځي عملیاتو کې ۷۱۷ کسان وژل شوي دي چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۱ فیصده زیاتوالی ښيي.

همدارنګه په دغې موده کې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو لخوا ۵۳۱ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ګل یا دوشنبې په ورځ د ملګروملتونو لخوا په دغه خپور شوي راپور کې راغلي دي، چې د حکومت پلوو ځواکونو لخوا ۲۴۴۶ کسان ژوبل شوي هم دي.

خو راپور وايي، له وژل شویو افغانانو څخه زیاتره یې د ترهګرو طالبانو پرضد د افغان او ناټو ځواکونو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې وژل شوي دي.

امریکا له طالبانو سره د سولې په یوې معاملې کار کوي تر څو په افغانستان کې د طالبانو پرضد د امریکا لخوا روانه ۱۸ کلنه جګړه پای ته ورسوي.

امریکا د طالبانو پرضد بریدونه وروسته له هاغې پېل کړل کله چې د ۲۰۰۱ کال په سپټمبر کې د القاعده ډلې لخوا په واشنګټن او نیویارک باندې ترهګریز بریدونه وشول.

طالبان له افغانستان څخه د ټولو امریکايي او بهرنیو ځواکونو وتل غواړي او امریکا له دغې ډلې څخه یو شمېر امنیتي ضمانتونه غواړي چې له هغې ډلې څخه یو دا هم دی چې له افغانستان څخه به یو ځل بیا د امریکا پرضد د بریدونو لپاره کار نه اخېستل کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG