لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وايي، په اسیا کې د توغندیو په لګولو باندې غور کوي


واشنګټن: یو جک پوړی امریکايي چارواکی وایي، واشنګټن له خپلو متحدینو سره په دې مشوره کوي چې په اسیا کې د منځني واټن ويشتونکي توغندي ځای پر ځای کړي.

خو چین وايي، چې دوی به د امریکا ددې ګام په وړاندې ورته ګام پورته کړي.

واشنګټن ویلي، د منځني واټن ویشتونکو اټومي ځواکونو (آی ان اف) له تړون څخه له وتلو وروسته اوس دوی پلان لري چې په اسیا پاسفیک کې خپلې وسلې ځای پر ځای کړي.

امریکا ددغه تړون په بلې غاړې روسیې باندې تور پورې کړی چې د یاد تړون لاندې بندې شوې وسلې جوړوي.

خو زیات څېړونکي وايي، چې واشنګټن د اوږدې مودې راهیسې غواړي د چین د زیاتېدونکي پوځي ځواک په وړاندې دغه توغندي ځای پرځای کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د وسلو د کنټرول او نړیوالو امنیتي چارو مرستیاله انډریا تامپسن د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، دا به د سیمې حکومتونه پرېکړه کوي چې ایا غواړي ددغو میزایلو کوربه شي او که نه.

"دا به د هغو حکومتونو لخوا یوه خپلواکه پرېکړه وي."

نوموړې وړاندې وویل:

"په سیمه کې چې هره پرېکړه کېږي نو هغه به زمونږ له متحدینو سره په مشورې کېږي. دا د امریکا لخوا یو اړخیزه پرېکړه نه ده."

د امریکا په شریک دفاعي تړون کې جاپان، جنوبي کوریا او اسټرالیا د میزایلو د هډو لپاره کاندید هېوادونه دي.

پیکنګ خبرداری ورکړی که هر هېواد له امریکا سره دا خبره ومنله نو له ناوړه پایلو سره به مخ شي او اقتصادي بایکات او یا ورته نور بندیزونه به پرې ولګوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG