لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند: پر پاکستان د اوبو بندولو کار پیل شوی


واشنګټن: هندوستان وایي، پاکستان ته د اوبو پر بندولو یې کار پیل کړی او ددې موخې لپاره هند هڅه کوي پاکستان ته د بهېدونکو سیندونو اوبه په داسې بڼه بل لوري ته واړوي چې د انډس د اوبو تړون هم پکې مات نشي.

دغه خبره په هندوستان کې د اوبو د چارو وزیر ګجیندرا سینګ شکاوت د شورو یا چهارشنبې په ورځ کړې ده.

"هغه اوبه چې زیاتې دي او پاکستان ته بهېږي دا به مونږ څه ډول دروو. هلته ځینې سیندونه او ځېرمې له دغو اوبو سره تړلي دي او مونږ به دا اوبه دا هغو ته واړوي."

پاکستان وخت ناوخت دا تور لګوي چې هند د سیند طاس په نامه له پاکستان سره په شوي تړون باندې عمل نه کوي کوم چې د نړیوال بانک په منځګړيتوب باندې په ۱۹۶۰ کې لاسلیک شوی و.

په ورته وخت کې د پاکستان ځایي مطبوعات د انډس واټر کمیشن د چارواکو د خولې تر دې مخکې ویلي وو چې د هند لخوا د اوبو د ودرولو د معاملې جاج اخلي، او که چیرې هند داسې کړي وي، نو پاکستان به د ثالثې عالمي عدالت ته رجوع کوي، او وایي چې هند د سندهـ طاس لوظنامې تر مخه د پاکستان اوبه نشي ودرولی.

د پاکستان د اوبو او بجلۍ د چارو پخوانی سیکټري میرزا حامد حسن وایي که د هند د ضرورت نه اوبه سیوا وي او هغوی کوم ډېم هم نه وي جوړ کړی، نو بیا د مشرقي سیندونو اوبه نشي درولی. او که هند داسې کوي، نو خپلې ځمکې به په اوبو خړوب او لاهو کړي.

میرزا حامد حسن، ډېوه ته وویل چې د هند د مشرقي سیندونو پر اوبو د پاکستان حق یوازې دومره دی څومره چې د سندهـ طاس لوظنامه اجازه ورکوي.

په پاکستان باندې د هند لخوا د اوبو تړولو ګواښونه وروسته له هاغې پیل شول کله چې د هندي کشمیر په پلوامه کې څو میاشتې وړاندې خونړی برید وشو په کوم کې چې په ګڼ شمېر هندي سرتیري ووژل شول.

دا لومړی ځل دی چې په دې مسلې د عملي کار پېلېدو خبر ورکول کېږي په داسې حال کې چې ددې میاشتې په سر کې هندوستان تر خپل واک لاندې کشمیر ځانګړی حیثیت هم ختم کړ چې له امله یې ددغو دوو اټومي هېوادونو ترمنځ سیاسي لانجه نوره هم زیاته شوې.

دسندهـ طاس تړون څه دی؟

د اوبو د ویش ددې تړون اړتیا په کال۱۹۴۸ کې هغه مهال ولیدل شوه چې دهند او پاکستان د تاوژنو اړیکو له امله هند د خپلو ختیزو سیندونو اوبه په پاکستان وتړلې .

ددواړو هیوادونو ددغه تاو تریخوالي هواري دپاره نړیواله ټولنه رامنځته شوه او په کال ۱۹۶۰ کې هند او پاکستان د سیند تاس په نوم د اوبو د ویش تړون وکړو.

ددې تړون په اساس دا خبره فیصله شوې ده چې د “انډس بیسن” دشپږو سیندونو او دې ته د ورماتو خوړونو داوبونه به څوک او څنګه استفاده کوي؟

د تړون له مخې دسندهـ،جهلم او‌ چناب دلویدیزو سیندونو ۸۰ فیصدي اوبه د پاکستان په واک کې ورکړل شوي چې ۱۳۳ ملین ایکړه فټ جوړیږي او د راوي،بیاس او ستلج په ختیزو سیندونو د هندوستان حق دی .

د سیند تاس تړون له مخې هند د لویدیزو سیندونو اوبو څخه هم استفاده کولی شي خو د سختو شرطونو پا اساس.

هند په دغو سیندونو دبرېښنا د تولید فابریکې (بجلي ګهر) هم جوړولی شي خو په دې شرط چې د سیند د بهیدو رفتار به پخپل ځایې وي او دسیند د اوبو مخه به بل لوري ته نه تاوهل کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG