د پښتونخوا صوبې د اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزي ډيوه ته ويلي د ډينگي ماشي د چيچلو له سوبه په ټوله صوبه کې تر اوسه ١٨٠٠ متاثر شوي خو تر اوسه ترې څوک مړه نه دي.
ښاغلي يوسفزي وويل صوبايي حکومت د وزير اعلی په مشرۍ کې خصوصي ټاسک فورس جوړ کړی او هره مياشت د حالاتو جايزه اخلي. ده دعوه وکړه چې سياسي مخالفين او ځينې د ميډيا ادارې دې له حوا ورکوي گني حالات په قلبو کې دي او ويرې ترهې هيڅ خبره نشته.
شوکت يوسفزی وايي د هرې ضلعې په غټ هسپتال کې انتظامات شوي دي او مريضان پېښور ته لېږلو هيڅ حاجت نشته.
په دې حقله د وزير اطلاعات وينا دلته اورېدلی شئ.