د خېبرپښتونخوا په سر ښار پېښور کې ډاکټرانو د حکومت لخوا د صحت د محکمې په څانګه کې د نوي قانون راوستو پرضد احتجاج کړی خو په ليډي ريډنګ روغتون کې په ډاکټرانو ډنډې او ګېس ورورل شوي او څو پکې نيول شوي دي.
ډاکټران وايي دوي د ډي ایچ ای او آر ایچ ای نوي قانون چې پکې روغتونونه شخصي کول کيږي او کار کوونکي پکې به سرکاري يا دولتي نوکران پاتې نه شي دوي د هغې پرضد احتجاج کوي.
د درګۍ نه پېښور ته احتجاج له راغلی ډاکټر جاوېد وايي د صوبې حکومت چې کوم نوی قانون راوړي دا په اولس بوج اچول دي،
د نوموړي په وېنا "وړاندې به که مريض او پي ډي ته راغلو هغه به ۳۵ روپۍ د اېکسری ورکولې اوس هغه د دې نوي قانون لاندې هغه ۲۵۰ روپۍ شوي دي دغه رنګ د الټراساؤنډ فيس ۵۰۰ روپۍ شوی دی".
هغه وويل د حکومت دا نوی قانون د اولس دښمنه دی او په دې قانون دوي د وزيراعلی او نورو چارواکو سره د څلورو مياشتو راهسې خبرې کوي خو دوي په تياره کې ساتل شوي او ډاکټران اوس مجبور شو چې په پرامنه توګه د اولس دپاره احتجاج وکړي.
هغه زیاته کړه دوي په روغتونو کې اېمرجنسي يا د بېړنۍ درملنۍ څانګه نه بندوي، قانون په لاس کې نه اخلي، اړی ګړی نه جوړي او احتجاج به يې تر هغې روان وي څو پورې چې حکومت خپله فېصله بيرته نه وي اخيستي.
يو بل ډاکټر فهيم خان چې په خېبر ټيچينګ روغتون کې خدمات ترسره کوي وايي "دوي ځکه د دغه قانون پرضد دي چې په دې کې به روغتونونه پرائيوټ شي کار کوونکي به يې شخصي شي، يو بورډ به جوړ شي د هسپتالونو دپاره او سياسي مداخلت به پکې شورو شي".
ډاکټران وايي په ليډي ريډنګ روغتون کې پرې پوليسو تشدد کړی په ډنډو يې وهلي او اوښکې بهيونکی ګېس يې پرې ورولی اوڅو ډاکټران يې نيولي دي.
خو حکومتي چارواکي وايي حکومت تیره ورځ په لېډي ریډنګ روغتون کې ۱۴۴ ماده لګولې وه او زياتوي ډاکټرانو د روغتون او پي ډي ګانې تړلې وې او هڅه یې کوله اېمرجنسي هم وتړي نو ځکه دوي ګرفتار شوي دي. خو ډاکټران د ایمرجنسي تړلو تور ردوي.
د ډيوه خبريال مدثر شاه خبر راکوي چې د روغتونونو ټولې دروازې تړل شوي دي او ډاکټرانو د پېښور جي ټي روډ د هر قسمه ټریفک لپاره تړلی دی او وایي د حکومت د ياد قانون بيرته اخيستو پورې به احتجاج ته دوام ورکوي.
دوي وایي اوس به دوي د صوبې نورو علاقو ته خپل احتجاج غځوي. او پي ډي به بندې او صرف ایمرجنسي وارډونه به پرانیستي وي.
د صوبې د صحت وزير هشام انعام الله په اسمبلۍ کې د ډاکټرانو د احتجاج او هغوي په ډنډو وهلو ته غبرګون ويلی او زیاته کړې يې ده هغه د اولس استازی دی او د اولس استازيتوب به کوي.
هغه ويلي د ډاکټرانو يوه ټوله د پاليسۍ پرضد راپاڅي او خلکو ته زور ورکوي، هغه وويل په دې قانون کې هغه خپله اختیارات د لاسه ورکوي خو په دې کې د احتساب عمل راوړي او هغه د ضلعې کچې ته راوړي.