لاس رسیدونکی لینک

 
ملگري ملتونه : د افغانانو د رایې کارولو حق دې باوري کړل شي
تازه خبر

ملگري ملتونه : د افغانانو د رایې کارولو حق دې باوري کړل شي


واشنګټن ــــ د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوتیریس په افغانستان کې په ښکېلو ټولو اړخونو غږ کړی دی چې د سپمټبر په 28مه کېدونکو ولسشمریزو ټاکنو کې د افغانانو د رایې ورکولو حق باوري کړي.

نوموړي ویلي چې باید د رایې حق لرونکي ټول افغان سړي او ښځې وکړی شي چې خپلې رایې په ازادۍ سره وکاروي.

ښاغلی ګوتیریس وایي دا خبره ډېره مهمه ده ځکه چې افغانستان د یو ډیموکراټیک او ټول شموله سیسټم د جوړولو لپاره هڅې کوي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي یو ځل بیا ټینگار وکړ چې د انتخاباتي پروسې پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی، د رایې ورکولو په مرکزونو، د انتخاباتي کارمندانو او رایه ورکوونکو په شمول بریدونه د منلو وړ نه دي.

نوموړي زیاته کړه چې د ولسمشرۍ انتخاباتو په مهال د تاوتریخوالي، د ویرې یا د درغلیو لپاره هېڅ ځای نه شته.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په ټولو مهم ښکېلو اړخونو غږ وکړ چې د یوه سوله ییز، معتبره، شفافه او ټول شموله ټاکنو پروسې لپاره خپل رول ولوبوي او د ملګرو ملتونو دا ژمنه یې یو ځل بیا تکرار کړه چې له افغانانو سره به مرستې جاري ساتي.

د ملګرو ملتونو تر عمومي منشي وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یماموتو هم څو ورځې وړاندې په قطر کې له طالب استازو سره د لیدو په وخت له هغوی غوښتي، چې د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له تاوتریخوالي لاس واخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG