لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو عمومي مشر وایي د شام د شخړې حل جګړه نه ده


واشنګټن ــــ د بشري حقونو ډلو د شام په شمال ختیځه سیمه کې په جګړه کې له ښکېلو دواړو غاړو غوښتنه کړې چې عامو خلکو ته زیان ونه رسوي.

دوی دا غوښتنه هم کړې چې د جګړې په سیمه کې دې له هغو زرګونو خلکو سره د مرستې لپاره هم د بشري حقونو کارکوونکو ته لاره ورکړي چې د جګړې له امله بېځایه شوي دي.

د ترکي له خوا د شام په شمال ختیځه برخه کې د کوردي وسلوالو په ضد د وړمې ورځې د پیل شوو عملیاتو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون د پنجشنبې- زیارت په ورځ یوه بیړنۍ غونډه هم را بللې وه چې پکې له ترکي څخه د پوځي عملیاتو د درولو غوښتنه وشوه.

د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتیریس ویلي، هغه باور نه کوي چې د شام شخړه دې په پوځي عملیاتو حل شي. ښاغلی ګوتیریس وایي:

"د شام شخړه به هله حل شي چې د شام د خپلواکۍ، د خاورې او یووالي درناوی وشي".

ترکیې دغه پوځي عملیات د دې لپاره پیل کړي دي چې امریکا پلوي کردي ځواکونه له سرحدي سیمو څخه په شا کړي.

د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ وایي داعش ته یې په بشپړه توګه ماتې ورکړې، خو وایي ترکي اوس له تېرو دوو پېړیو راهیسې په خپلو کې په جنګ اخته کردانو باندې بریدونه کوي، چې وایي په دې اړه به له انقرې سره حساب کوي:

پخپله پر ولسمشر ټرمپ باندې هم تور لګېږي چې خپل ترکي متحد یې په نیمه لار کې پرېښوو، چې وایي په شام کې د داعش ډلې په ځپلو کې ورسره ملګری وو.

"له موږ سره څو لارې دي چې یا خو خپل پوځ ولېږو او هر چاته ماتې ورکړو او یا دا چې پر ترکي باندې کلک اقتصادي بندیزونه ولګوو یا دا چې منځګړتوب وکړو، زه هیله من چې موږ یې تر منځ منځګړتوب کولای شو، زه هیله من یم کولای یې شو".

خو بل لور ته د ترکي له خوا پر کوردي وسلوالو- چې دوی یې ترهګر بولي- بریدونو ته ځانګړې توجه دا اندېښنه هم را پارولې چې هسې نه د شام د ډیموکرېټیک ځواک له خوا نیول شوي د داعش ډلې بندي وسلوال زندانونه مات کړي او په شام کې یوې بلې جګړې ته لاره هواره شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG