لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان د سفر وروسته د چین صدر د نریندرا مودي سره لیدو له هند ته رسیدلی


د چین صدر شي جنګ پنګ د پاکستان وزیراعظم عمران خان د میلمستیا دوه ورځې وروستو د جمعې په ورځ د هند وزیر اعظم نرېندرا مودي سره لیدو لپاره هندوستان ته رسیدلی. چینايي صدر دا دوره په داسې مهال کوي چې د کشمیر په لانجه یې د پاکستان دریځ تسلیم کړی.

هندوستان په رسیدو په چنايي هوايي ډګر د تامل ناډو ایالت حکومتي چارواکي پټواري لال پروهیت د چین د صدر هرکلی کړی.

د هندوستان د خارجه چارو وزارت په یو بیان کې وویل چې مودي او شي جنګ پنګ به د جمعې په ماښام او د خالي یا شنبې په ورځ په لیدو کتو کې په سیمه ایزو او نړیوالو چارو بحث کوي.

چین او هندوستان سره د همکارۍ د یو بل په برخه د قبضې دعوې هم کوي. چین وايي چې هندوستان په شمال مشرقي سیمه کې د چین ۹۰،۰۰۰ مربع کلومیټره علاقه نیولې ده. بلخوا هند بیا دعوه کوي چې د همالیه مغرب اړخ ته چین د هندوستان نه ۳۸ زره مربع کلومیټره علاقه نیولې. په دغې لانجو د بیجنګ او نوي ډلې د چارواکو ترمنځه د ۲۰ نه سیوا ملاقاتونه شوی خو څه نتیجې ته نه دي رسیدلي.

د بنګله دیش، سري لنکا، مالدیپ او نیپال سره د چین د سټراټیجیکي او اقتصادي اړیکو په جوړولو هم هندوستان اندېښمن دی.

د کشمیر په لانجه د اګست میاشت نه د پاکستان او د هند تاو تریخوالې زیات شوی او چین په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د پاکستان د دریځ حمایت کړی.

د کشمیر څه برخه د چین د واک لاندې ده او چین په هندوستان غږ کړی وو چې باید په کشمیر کې یو اړخیزه ګامونو پورته کولو نه دې ډډه وکړي.

د نهې یا چارشنبې په ورځ د هند د بهرنیو چارو وزارت په خپل غبرګون کې ویلي وو، کشمیر د هند کورنۍ مسله ده، او یو هېواد هم دا حق نه لري چې د هند په کورنۍ چارو کې مداخلت وکړي.

د تبت روحاني مشر دلایي لامه په هندوستان کې پناه اخیستې او چین په دې خبره خوشاله نه دې.

چین وایي چې تبت د سلو کالو راهسې د چین برخه ده، خو د تبت اوسیدونکي وايي د هغوي زیات عمر په خپلواکۍ کې تیر شوی، او د چین کمیونسټ پوځ د ۱۹۵۰ نه تبت د خپلې ولکې لاندې راوستی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG