لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا په ترکي د بندېزونو لګولو تياری کوي


د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ انتظامیه تیاری کوي چې په ترکي "انتهايي سخت" بندېزونه ولګوي، امریکا په ترکي دا بندېزونه په شام کې د بريدونو په ترڅ کې لګوي.

صدر ټرمپ د جمعې په ورځ خبريالانو سره په خبرو کې وويل،" که ترکي داسې کوم کار کوي چې مونږ يې نه غواړو نو مونږ به په دوی داسې بندېزونه ولګوؤ چې وړاندې به ډېرو کمو هېوادونو ليدلي وي".

صدر ټرمپ وويل، "مونږ نه غواړو چې دوی (ترکي) ډېر خلک ووژني".

د امریکې د خزانې وزير اسټيون منوشن ويلي صدر ټرمپ داسې انتظامي حکمنامه لاس ليک کوي چې ترکي په شام کې د نورو عملياتو نه ودروي.

منوشن ويلي صدر ټرمپ اندېښنه لري چې د ترکي پوځ په ممکنه ډول عامه ابادي او مذهبي لږکۍ په نښه کولی شي.

نوموړي ويلي صدر دا خبره په ډاګه کړې چې ترکي به د داعش يو جنګیالی هم تېښتې ته نه پرېږدي.

هغه زياته کړې د خزانې او بهرنيو چارو وزارت د حالاتو جاج اخلي او له هغې وروسته به صدر ته وړانديز کوي چې په کوم پړاؤ بندېزونه لګول اړين دي.

هغه ويلي مالياتي ادارو ته يې خبرداری ورکړی چې محتاط پاتې شي څه وخت هم بندېزونه لګېدی شي.

د وي او ای دې پوښتنې چې امریکا ولې په دې باوري ده چې د بندېزونو د اعلان سره به ترکي په شا شي؟ په ځواب کې د خزانې وزير وويل دوی يقين لري چې د امریکا په تحفظاتو به د ترکي حکومت د زمه وارۍ څرګندونه وکړي.

هغه ويلي بندېزونه سخت کېدی شي او دوی هيله لري چې د دې ضرورت به پېښ نه شي خو که امریکا وغواړي نو د ترکي معيشيت په ټپه ودرولی شي.

ترکي څو ورځې وړاندې په شام کې پوځي عمليات کړي او غواړي چې د وايي پي جی ملېشې پرضد پوځي عمليات وکړي چاته چې په ترکي کې د کردستان غورځنګ ملاتړ ترلاسه دی.

ترکي غواړي چې په شمالي شام کې يو خوندي ځای جوړ کړي او هلته د شام نه کډوال شوي خلک په ځای کړي.

ترکي په شام کې د امریکايي ځواکونو د وتلو وروسته عمليات پېل کړي خو صدر ټرمپ په ډاګه کړې چې که ترکي د ۳۲ کلوميټره علاقې نه مخکې ځي نو معيشيت به ورله تباه کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG