لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغان سوداګریزو توکو بار په سلګونو ټرکونه د پاکستاني پولیسو لخوا درول شوي دي


په کراچۍ کې د يونايټډ ټرانسپورټ الائنس په نوم د سامانونو وړونکو ګاډو د اتحاديې مرستيال مشر شېر ايوب وزیر وايي،د پرون راهسې د دوی ګاډي ودرول شوي چې زيات ګاډي پکې په خېبرپښتونخوا او پنجاب صوبه کې ودرول شوي دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وزير وويل، د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان سيمه کې د څلورو نه تر پينځه سوه پورې ګاډي ودرل شوي په کومو کې چې زياتره د افغانستان سامانونه بار دي هغه پکې وړل کيږي.

هغه زياته کړه دوی نن په کراچۍ کې د بېلابيلو اتحاديو سره په ګډه پرېکړه وکړه چې که د دوی څومره ګاډو ته هم تاوان اوړي حکومت به يې زمه وار وي او تاوان به يې د حکومت نه غواړي.

عبدالقدير نومې ډرايو وايي د سيند او پنجاب صوبې په پوله يې ډک کنټېنر د پرون راهسې پوليسوودرولی دی.

وي او ای ډيوه ته نوموړي ویلي د کراچۍ نه يې سامان بار کړی بنو ته يې وړي خو د پرون راهسې په راجن پور کې نه يواځې د هغه بلکې په سلګونو ګاډي ودرول شوي پوليسو يو يو ډرايور او د ګاډو کاغذونه د ځان سره تاڼې ته وړلي دي.

هغه زياته کړه نور نه دي خبر خو پوليس ورته ويلي چې وزیراعظم عمران خان پېغام راستولی چې په دغو ګاډو به د مولانا فضل الرحمان د ازادي مارچ دپاره به روډونه بندولی شي.

قدير وويل دوی ته هيڅ قسمه پېسې نه دي ورکړل شوي او نه يې څوک د خوراک څښاک تپوس کوي.

نوموړی وايي خپل تاوان يې په خپل ځای خو چې په ګاډو کې کوم سامانونه بار دي د هغې زمه وار به حکومت وي او تاوان به يې حکومت ورکوي.

د ګلرېز په نوم يو تن په ټويټر ويلي هغه په خپله په ګاډو کې د سامانونو لېږلوکاروبار کوي ځکه يې دغه مسله راپورته کړې چې دې ګاډو والو ته يوه پېسه نه ورکول کيږي.

هغه ويلي پوليس ټرکونو والا ته وايي چې کرېنونه راولي او کنټېنرې کوزې کړي او ورسره هغه تور لګولی چې پوليس د ډرايورانو نه پېسې هم اخلي.

وي او ای ډیوه په دغه اړوند د حکومتي او پوليس چارواکو سره د تماس هڅه کړې خو د دوی په دريځ ترلاسه کولو کې نه ده کاميابه شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG