د امریکې د مرکزي کمانډ مشر جنرل فرينک مکنزې د داعش د مشر ابوبکر البغدادي پرضد ترسره شوؤ عملیاتو ځینې عکسونه او ویډيو خپرې کړي دي.
جنرل مېکنزې د شورو، چارشنبې په ورځ په پېنټاګون کې خبريالانو ته د دغه پوځي عملياتو تفصيل ویلی دی.
نوموړي چې کوم عکسونه او ويډيو خپره کړې هغه د شام د ادلب صوبې دي او په دې کې هغه ودانۍ ښودل شوې کومه چې په هدف کړی شوې او البغدادي پکې پټ ؤ.
د امریکې مرکزي کمانډ دغه ويډيو په ټويټر هم خپره کړې ده.
مکنزی ويلي په دغه عملياتو کې دوه سړي او دوه ښځې وژل شوي او دوه ماشومان چې عمرونه يې د ۱۲ کالو نه کم ؤ د البغدادي په خودکش چاؤدنه کې وژل شوي دي.
هغه زياته کړې چې د عملياتو په مهال البغدادي يو سورنګ ته ننوتی ؤ او د هلته نه یې ډزې هم کولې.
صدر ټرمپ ويلي د عملياتو په مهال البغدادي په چغو چغو ژړل.