لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: په دوه چاؤدنو کې څلور پوځيان وژل شوي


د شمالي وزيرستان په دوه بېلابیلو علاقو کې په دوه چاؤدنو کې لږ تر لږه څلور پوځي عسکر وژل شوي او يو ژوبل شوی دی.

د شمالي وزيرستان پوليس او انتظاميې وي او ای ډیوه سره په خبرو کې پخلی کړی چې نن د ګل، دوشنبې په ورځ د شمالي وزيرستان په دوسلي او ميرعلي تحصيلونو کې چاؤدنې شوي دي.

پوليس وايي لمړۍ چاؤدنه د دوسلي تحصيل په منزرخېل علاقه کې شوې او د پوځ ګشتي پارټي په ښخ کړی شوي بم په نخښه کړی شوې ده.

پوليس ویلي د ابتدايي مالوماتو له مخې په چاؤدنه کې يو پوځي حوالدار او سپاهي وژل شوي او يو بل ژوبل شوی دی.

پوليس زیاته کړې د علاقې د پوليس مشران سره د پوليس، پوځ او نورو امنيتي سرتېرو علاقې ته رسېدلي او علاقه يې په ګېره کې اخيستې ده.

خو د پېښې په اړوند نور جزيات مخې ته نه دي راغلي.

د چاؤدنې زمه واري چا نه ده منلې.

په شمالي وزيرستان کې د چاؤدنې بله پېښه د ميرعلي تحصيل د خېسور علاقې په شېر کلي کې شوې ده.

انتظاميه پخلی کوي چې په دغه ښخ بم کې هم دوه پوځي سرتيري وژل شوي دي.

د يادې پېښې په اړوند هم نور جزيات نه دي شريک کړی شوي او ويل شوي چې دغلته هم علاقه په ګېره کې اخیستل شوې او د لټون عملیات پېل کړی شوي دي.

د دې چاؤدنې زمه اري هم چا نه ده منلې.

د پاکستان پوځ په رسمي ډول د ننيو چاؤدنو په اړوند د دې خبر خپرېدو پورې څه نه دي ویلي.

په شمالي وزيرستان کې وخت په وخت دغه ډول د چاؤدنو پېښې کيږي، امنيتي سرتيري پکې په هدف کیږي او هدفي وژنې هم کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG