لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مایک پمپېیو : ناټو ایتلاف اوس هم ارزښت لري او اړتیا یې شته


واشنګټن ــــ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپېیو ویلي دي چې ناټو ایتلاف په لیکل شوي تاریخ کې یو له ټولو مهمو سټراټیجیکي همکاریو څخه دی.


په جرمني کې د زیارت/ پنجشنبې په ورځ د برلېن دېوال د ختمېدو د 30مې کلیزې د لمانځلو په وخت د امریکا د ټولو لوی ډیپلوماټ وویل چې ناټو د ملیونونو خلکو سره د خپلواکۍ تر لاسه کولو کې مرسته کړې او دا ایتلاف اوس هم د نړۍ په کچه د کمونیسټ دولتونو نه په خطرونو کې مهم رول لوبوي.


پمپېیو دا څرگندونې وروسته له هغې وکړې چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون په یوه مرکه کې وویل چې د امریکا ژمنتیا نه شتون د ناټو د "دماغي مرگ" لامل گرځي.


د دوهم نړیوال جنگ نه وروسته تقسیم شوي کلي ته د سفر نه وروسته د ختیځ جرمني په لیپزگ ښار کې د وینا په وخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپېیو وویل چې د 30 کاله وړاندې د برلېن دیوال غورځولو کې ناټو ډیر مهم رول لرلو او نن ورځ هم د ډیر اهمیت لري.


مایک پمپېیو وویل "موږ په دې ځای کې وو چیرې چې د ولسونو ډیموکراټیک ارزښتونه د اوږدې مودې لپاره سره یو ځای کار وکړ، چې هغه څه چې په 1989 کال کې وشو ترلاسه کړي ، (د برلین دیوال غورځېدل) او بیا په 1990 کال کې (د جرمني یو ځای کېدل)".

نوموړي زیاته کړه " دا ډیر اعلی کار و چې آزادي یې رامنځته کړه او میلیونونه خلک یې له ډیر ډیر سختو حالاتو را و ایستل. زه فکر کوم ناټو یو مهم، حساس، ممکن ده له تاریخي پلوه په ټول لیکل شوي تاریخ کې د ټولو مهم، سټراټیجیکي همکاریو څخه وي".

د پمپېیو د ناټو ستاینه وروسته له هغه شوې کله چې د فرانس ولسمشر ماکرون د اکانومسټ مجلې ته په یوه مرکه کې ومنله چې ناټوایتلاف د " دماغي مرگ" سره مخ دی او اروپا د خپلې دفاع لپاره په امریکا تقیه نه شي کولی. د ناټو نورو اروپي غړو ته په یوې جذباتي غوښتنې کې ، مېکرون ویلي چې " زوړ براعظم" د یوې سخت گړنگ په څنډه دی ، او که د رابیدر نه شي ، نو نور به د خپل قسمت کنټرول ونه لري.

د جرمني چانسلرې انگلا مرکل ویلي چې هغه د ماکرون فکر سره هم خیاله نه ده :

" د فرانس ولسمشر ډیر سخت الفاظ غوره کړي دي. دا په ناټو کې زما د همکارۍ نظر ندی. زه فکر نه کوم چې دا ډول قضاوتونه لازمي دي ، حتی که موږ ستونزې ولرو او یو ځای کولو ته اړتیا ولرو".


د ناټو مشر جینز سټولټن برگ ویلي چې ایتلاف اوس هم مضبوط دی: "زه د اروپا اتحاد هرکلی کوم. زه د هغه هڅو چې د اروپا دفاع مضبوطه کړي د هغو هرکلی کوم، خو د اروپا اتحاد د ناټو ځاې نه شي نیولی".


د امریکا ولسمشر ډانالډ ټرمپ د شام نه د امریکا ځواکونو وتلو د ناڅاپي فېصلې او د ناټو بل غړي ترکیې ته دا وړتیا ورکړه چې حمله وکړي په اتحاد کې د همغږۍ په اړه پوښتنې راپورته کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي چې د ماکرون څرگندونې د ناټو د اوسني حالت درست څرگندونه کوي.

د خپل انتخاباتي کمپاین په وخت ټرمپ ویلي ؤ چې ناټو څه ارښت پاتې نه دی. دې په وار وار اروپایان تورن کړي چې دوي د ناټو ژمنې سره سم پاتې راغلي ترڅو د خپل مجموعي پېدوار 2 سلنه په دفاع مصرف کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG