د هند نوي پوځي مشر د څوکۍ سمبالولو سره ويلي د پولې پورې غاړې پاکستان لوري ته د ترهګرو د ځالو په نخښه کولو حق خوندي لري.
د هند نوي پوځي جنرل منوج موکنډ نراوان مشر د نهې، سه شنبې په ورځ د پوځ مشري سمبال کړې ده.
نوموړي ويلي زمونږ ګاونډي (پاکستان) ترهګري د رياستي پاليسۍ په توګه کاروي او د هند پرضد پراکسي جګړه دوامداره ساتي.
هغه ويلي د هند د ولقې لاندې کشمير کې حالات قابو ته راروان دي.
د هند مخکنی پوځي مشر جنرل بپن راوت د چيف اف ډيفنس سټاف په څوکۍ ټاکل شوی دغه څوکۍ په لمړي ځل په هند کې جوړه کړی شوې دا به د درې واړو پوځونو مشري کوي.
جنرل بپن راوت به هم په وخت په وخت داسې ګواښونه کول چې د پاکستان لوري ته به په ترهګرو پسې د پولې پورې غاړې ته اوړي.
د راوت په وخت د پاکستان او هند ترمنځ د کشمير په وېشونکې پوله لاين اف کنټرول نښتې سېوا شوې وې.
هند تل په پاکستان تورونه لګوي چې د پولې د پورې غاړې تندلاري ترهګر ساتي هند ته يې ليږي او هلته پرې ترهګري کوي.
خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.