لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي کوریا: ډېر زر به نړۍ زموږ نوې سټرېټیجیکې وسلې وویني


واشنګټن ــــ د شمالي کوریا مشر کیم جانګ اون ګواښ کړی چې بیرته به د خپلو بین البراعظمي بیلسټیک توغنديو او نورو ایټمي وسلو ازموینې پیل کړي او نړۍ ته یې خبرداری ورکړ چې ډېر ژر به نوې سټرېټیجیکې وسلې وویني.

شمالي کوریا تېره میاشت د دسمبر 31مه وروستۍ نېټه اعلان کړې وه چې که امریکا ورسره د ایټمي پروګرام پر سر خبرو ته دوام ور نه کړي او ورباندې لګولي بندیزونه وا نه خلي، نو بیرته به خپل د بیلسټیک توغندیو پروګرام پیل کړي.

خو پرون د دې هېواد مشر کیم جونګ اون د نوي کال په مراسمو کې په رسمي توګه له امریکې سره د خبرو د تم کولو په اړه څه ونه ویل او داسې ښکارېده چې لا نور هم د خبرو په تمه تر امریکایي بندیزونو لاندې اوسېدل غواړي. کیم ویلي:

"شمالي کوریا او امریکا په پېړیو پېړيو د یو بل مخالف اوسېدلي خو اوس یې مخالفت پر ځان د باور لرلو او بندیزونو تر منځ را محدود شوی دی".

کیم جانګ اون پرون د خپل ګوند د څلورورځنۍ غونډې په پای کې خپل ولس ته خبرداری ورکړ، چې لا نور هم سخت وخت ورباندې راتلونکی دی او باید لا نور هم د امریکې بندیزونه و زغمي.

پیانګ یانګ تر دې وړاندې هم د خپلو بېلسټیک توغندیو ازموینه کړې چې ویل کېږي دا توغندي دا وړتیا لري چې د امریکې هره برخه ویشتلای شي، له دې پرته شمالي کوریا د ایټمي وسلو شپږ تجربې هم کړې دي.

د وروستۍ ایټمي تجربې په اړه داسې اټکل کېږي چې د دې زور تر هغه ایټمي بم 16 چنده زیات دی چې امریکې په 1945م کال کې د دویمې نړیوالې جګړې په مهال د جاپان پر هیروشیما ښار غورځولی وو او دا ښار یې په بشپړه توګه تباه کړی وو.

د شمالي کوریا د سرکاري خبري ایجنسۍ کې سي این اې د خبر له مخې، کیم جانګ اون د واکمن ګوند له مشرانو سره د سلا مشورو په مهال ویلي، نور د امریکې د بندیزونو پروا نه کوي او نه هم ورسره دا ګنجایش پاته دی چې له امریکې سره یواړخیزې ژمنې وپالي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG