لاس رسیدونکی لینک

 
پاکستان، ايراني صدر ته ويلي د چا د جګړې برخه نه جوړيږي
تازه خبر

پاکستان، ايراني صدر ته ويلي د چا د جګړې برخه نه جوړيږي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر د ايراني صدر سره ليدلي او ويلي يې دي پاکستان به خپله خاوره د بل چا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي او نه به پاکستان په سيمه کې د بلې کومې جګړې برخه جوړيږي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي شاه محمود قرېشي په تهران کې د ايراني صدر حسن روحاني سره ليدلي د امریکا او په سيمه کې په روانو حالاتو يې ورسره خبرې کړي دي.

قرېشي د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف سره هم ليدلي دي.

د امريکې د لاسه په بغداد کې د ايران د قدس ځواک د مشر قاسم سليماني د وژنې وروسته د امریکا او ايران اړيکې نورې ترينګلې شوې او له دغې وروسته ايران په عراق کې د امریکايي پوځ د مېشتې په دوه مرکزونو ميزايلې داغلې وې.

د قاسم سليماني د وژنې وروسته امریکا د پاکستان سره رابطه کړې وه.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي ؤ چې د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ته يې د امریکا، سعودي عرب او ايران د بهرنيو چارو د وزيرانو سره د ليدو ويلي دي.

نوموړي ويلي ؤ پاکستان د سولې کردار ته تيار دی خو د بلې کومې جګړې برخه به نه جوړيږي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي شاه محمود قرېشي د خپل ايراني سيال سره په ليدنه کې د امریکا او ايران ترمنځ د تريخوالي او په سيمه کې د امن سره په دوه اړخيزه اړیکو خبرې اترې کړي دي.

شاه محمود قرېشي ويلي، په منځني ختيځ کې د تاؤ تریخوالي قابو کولو، او د روانو حالاتو په پرامنه ډول د سموولو دپاره فريقېنو ته د زغم او خبرو لاره خپلول پکار دي.

هغه زياته کړې سيمه د بې ثباتۍ نه ژغورولو او شخړې کمولو دپاره به ټولو ښکېلو فريقېنو ته جدي، سنجيده هڅې کول وي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي د ايران د بهرنیو چارو وزير جواد ظريف په سيمه کې د امن دپاره د پاکستان د وزيراعظم عمران خان هڅې ستايلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG