لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په چین کې لسګونه کسان په یوه نوي وایرس اخته شوي چې دوه یې مړه کړي


واشنګټن ــــ په چین کې یو نوی وایرس یا د سکاروي ناروغۍ یو نوی جراثیم موندل شوی چې لسګونه کسان په اخته شوي او تر اوسه پورې له دې ناروغۍ د دوو تنو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

د خالي یا شنبې په ورځ د ووهان ښار د صحت چارواکو ویلي وو چې تر اوسه پورې په 45 تنو کې دغه وایرس موندل شوی دی چې وایي پینځه تنه پکې په سخت حالت کې دي او د نورو حالت برابر دی.
د امریکې د صحت چارواکو ویلي دي، د امریکې په هوایي ډګرونو کې به د مزکزي چین نه راتلونکو مسافرو د صحت معاینه کوي او دا ډاډ به تر لاسه کوي چې په کوم تن کې د دې نوي وایرس نښه نښانې شتون ونه لري.
د امریکې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکزي ادارې یا سي ډي سي چارواکو ویلي، د نیویارک، سن فرانسسکو او لاس انجلیس په هوایي ډګرو کې به د چین مرکزي ښار ووهان نه د راتلونکو مسافرو خصوصي معاینه کیږي، ځکه چې وایي دا وایرس په دغو ښارونو کې خپور نه شي.

د چین د صحت چارواکي وایي، زیاتره هغه خلک چې دا ویرس پکې موندل شوی یا خو په ووهان ښار کې د خوراک یا خوړو په یو بازار کې کارکوونکي دي او یا دغه د خوراک بازار ته تللي دي.

رپوټونه وایي دغه وایرس له چینه نورو هېوادونو ته هم خپور شوی. د چین نه بهر درې کېسونه موندل شوي چې دوه په تایلېنډ او یو په جاپان کې دی، چارواکي وایي چې دوی د بیمارېدو نه مخکې د چین د ووهان ښار سفر کړی وو.
د صحت چارواکو دغه نوی وایرس د کورونا وایرس یو قسم بولي، چې د تبې او ډېرې سخته بیمارۍ سارس وجه جوړېدای شي. ساینس پوهان وایي چې د دې وایرس نښې نښانې د سارس وایرس په شان دي، خو وایي چې دا بیماري دومره سخته نه وي لکه سارس.

یاده دې وی چې په سارس بیمارۍ کې ساه اخیستل ګران وي یا لکه نمونیا یا سکاروی. د دې نوي وایرس یا جراثیم عامې نخښې تبه، ټوخی او سالنډي دي.

په چین کې دوه تنه د دې مبهم وایرس له وجې مړه او په ووهان ښار کې 45 نور پرې اخته شوي او په نوره نړۍ کې هم 50 تنه ترې متاثره شوي، د چین د صحت چارواکي وایي چې د پینځو ناروغانو حالت ډېر خراب دې.
د امریکې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي اداراه یا سي ډی سي وایي چې د چین د ووهان ښار نه امریکې ته راتلونکی مسافر به په هوایي ډګر کې یوې سوالنامې ته ځواب ورکوي او د دوی د بدن تودوخي یا ټمپرېچر به د بیمارۍ د نښو نښانو لپاره کتل کیږي. وایي که په کوم تن کې د وایرس نښې نښانې وي نو نیږدې روغنتون ته به لېږل کیږي او د نورې ارزونې لپاره به جلا کیږي.

د جمعې په ورځ د سي ډی سي چارواکو خبري کانفرس کې خبریالانو ته وویل، دوی تمه لري چې د چین نه بهر به نور هم د وایرس کېسونه رپورټ شي. چارواکو زیاته کړه چې د امریکې خلکو ته د وایرس خطر کم دی خو ویې ویل چې پوره احتیاطي ګامونه اخیستل غواړي.
د صحت چارواکي په دې باور دي چې دا وایرس په چین کې د ځناورو نه انسانانو ته خپریږي، خو د سي ډي سي چارواکي وایي، دا لا ورته څرګنده نه ده چې دا وایرس د انسان نه انسان ته خپریږي خو زیاتوي چې داسې نښې شتون لري چې په ډېر محدود ډول به خلک توان ولري چې دا وایرس خپور کړي.

ساینس پوهان وایي دا ممکنه ده چې دا وایرس بدل شي او نور خطرناک شی.
تر دې مهاله لږ تر لږه د اېشیا شپږ هیوادونو د مرکزي چین نه ور تلونکو مسافرو سکریننګ یا چڼ پیل کړی چې دا باوري کړي چې په کوم چا کې د دغه وایرس نخښې شتون ونه لري.
د چین ښار ووهان د ریلوې ویې نیټورک یا د اورګاډو خاص مرکز دی. د چین چارواکي وایي چې په غټو ټرانسپورټي اډو کې دوی خپلې هڅې زیاتې کړي چې دا جراثیم یا وایرس نور خپور نه شي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې امریکا په چین کې د نوي وایرس څارنه کوي او په دغه سیمه کې له نورو حکومتونو سره په ګډه کار کوي چې د وایرس د خورېدو مخنیوی وشي.
د صحت نړیوالې ادارې خبرداری ورکړی دا ممکنه ده چې دغه جراثیم یا وایرس په پراخه کچه خپور شي، وایي په دې اړه یې په ټوله نړۍ کې روغتونونو ته لارښوونه کړې ده. د جنورۍ په 16مه د صحت نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او یو بیان کې وویل چې په دې وخت کې په چین باندې د سوداګرۍ یا د سفري محدودیتونو وړاندیز نه کوي.

ژباړه: نصرالله

XS
SM
MD
LG