لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د بشري حقونو تنظیم د پښتون ژغورنې غورځنګ د 23 پلویانو نیول په کلکه وغندل


واشنګټن ــــ د پاکستان د بشري حقونو سازمان ایچ آر سي‌ پي په اسلام اباد کې د پولیسو له خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د هغو لسګونو پلویانو نیول په کلکه غندلي چې د منظور پښتین د نیولو په ضد یې د پریس کلب مخې ته سوله ییز احتجاج کاوه.

ایچ آر سي پي د شورو- چارشنبې په ورځ پخپل خپاره کړي بیان کې ویلي "داسې هیڅ نخښه نه شته چې احتجاج کوونکو دې په کومه موقع تشدد ته مخه کړې وي، خو ویډیو کلیپونه ښکاره کوي چې پولیس له دوی سره لاس و ګرېوان دي".

د پښتون ژغورنې غوځنګ د مشر منظور پشتين د ګرفتارۍ په ضد د نهې- سه شنبې په ورځ‌ په اسلام اباد کې د احتجاج په وخت نيول شوي 23 تنه نن د شورو- چارشنبې په ورځ اسلام اباد کې د جوډيشل مجستريټ په وړاندې پيش کړای شول، چې پوليسو د هغوی د عدالتي ريمانډ غوښتنه وکړه او بیا په عدالتي ريمانډ اډياله زندان ته ولېږل شول.

وي او اې ډيوه ته د ترلاسه شوي ايف اي ار د نقل له مخې په دغه مظاهره کې د گډون کوونکو کسانو په ضد د بغاوت په ګدون د بېلابېلو تورونو لاندې مقدمه درج کړل شوې ده.

د دغه 23 کسانو وکيل اسد جمال تور لګولی چې پوليسو د دوی په ضد په درج کړې مقدمه کې قانوني لاره نه ده خپله کړې. وکيل اسد جمال وي او اې ډيوه ته ویلي، نن یې عدالت ته وویل چې دغو مظاهره چيانو هيڅ غير قانوني کار نه دی کړی او پوليسو د هغوی په ضد تر فشار لاندې دا مقدمه درج کړې ده.

(د پوليسو دا مقدده په بدنيتۍ اړه لري ولې چې د تعزيرات پاکستان د دفع 505 اې [پوځ بدنامول] 505 بي [د ولسي فساد دپاره بيانونه ورکول] او دفع 124 اې [بغاوت] دلته اطلاق نه کيږي)

د پاکستان د بشري حقونو سازمان پخپل بیان کې د پولیسو له خوا د پي ټي‌ ایم د غړو د نیولو اقدام غیرآییني بللی او وایي په دې کار سره یې د هېواد د عامو اوسېدونکو په توګه د هغوی د اظهار د ازادۍ او د سوله ییزې غونډې حق تر پښو لاندې کړی دی. ایچ آر سي پي ویلي:

"د یو زاړه قانون په بنیاد د بغاوت د تورونو په بېځایه استعمال سره د مخالفو سیاسي نظرونو- چې هیڅ د کرکې او پارولو څرک پکې نه شته- له خاموشه کولو ښکاري چې ریاست د خپلو ښاریانو ټولنیزو او سیاسي حقونو ته څومره په ټیټ نظر ګوري، دا د اندېښنې وړ ده".

د نیول شویو 23 تنو وکیل اسد جمال وایي، پوليس دعوه کوي چې دغو کسانو د پاکستان د امنیتي ځواکونو په ضد شعارونه ورکول، هغه پوښتنه کوي چې شعارونه چا ورکول، پوليسو سره په دې اړه ثبوت نه شته.

اسد جمال عدالت ته دا هم ويلي چې دا مقدمه ختمېدل پکار دي ځکه چې وایي دا کسان بې ګناه نيول شوي دي. پوليسو عدالت ته ويلي د دې کېس چالان جوړوي او ثبوتونه به راغونډوي. له دې ورسته عدالت د پي ټي ايم او عوامي ورکر پارټۍ دغه نيول شوي 23 فعالين د اډياله جېل ته په جوډيشل ريمانډ لېږلي او امر یې کړی چې دوی دې د فرورۍ په ١٢مه بيا عدالت ته وړاندې کړل شي.

وکيل اسد جمال وایي د ضمانت خواست یې هم د اسلام اباد په سېشن عدالت کې جمع کړی او عدالت د سبا ورځې نوټس هم جاري کړی.

ښکاره دې وي چې د نهې- سه شنبې په ورځ د قامي اسمبلۍ غړی او د پي ټي ايم مخکښ مشر محسن داوړ هم په اسلام اباد کې د پريس کلب مخې ته د احتجاج پر مهال نيول شوی وو چې وروسته بيا پوليسو محسن داوړ له نور شپږ تنو سره خوشي کړ.

د پاکستان د بشري حقونو تنظیم د عمار رشید، نوفل سلیمي، سیف الله ناصر او شاه رخ عالم په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ د ټولو بندي غړو د سمدستي او بې له شرطه خوشي کېدو غوښتنه کړې او له چارواکو یې دا هم غوښتي چې د داسې سوله ییزو مظاهرو په وخت دې له بېځایه زور او تشدده لاس واخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG