لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د سعودي عرب په سلطان ائيربېس پوځ په ځای کړی


امریکې د سعودي عرب په شهزاده سلطان هوايي اډه (ائيربېس) باندې پوځ په ځای کړی او په سلګونو خېمې يې لګولي دي. په هوايي اډه د پوځ د سکوارډن اېف ۱۵ جنګي الوتکې ودرول شوي او دا الوتکې هره ورځ د شام او عراق په ماموريتونو کې برخه اخلي.

د نیويارک ټائمز د رپوټ ترمخه دا اډه وړومبی هم د امریکا سره پاتې شوې ده او د تېرو څو مياشتو راهسې امريکې دغلته د خپل پوځ په شمېره کې ۲۵۰۰ سرتيري اضافه کړي دي.

په رپوټ کې د امریکا دې فېصلې ته ډرامايي ويل شوي چې د ايران لخوا ګواښونو وروسته يې په سلطان هوايي اډه پوځ بيرته په ځای کړی دی.

د شورو، چهارشنبې په ورځ په منځني ختيځ کې د امریکايي پوځ مشر دغه اډې ته ورغلی او د پوځي سرتيرو سره يې څو ساعته تېر کړي دي.

جنرل فرينک مکنزي ويلي د شهزاده سلطان هوايي اډه پېچلې ده او ايران دا نه شي په هدف کولی.

ويل شوي دا اډه د سعودي عرب د امنيت دپاره ښه ځای دی، سعودي عرب په تېر ستمبر کې د ايران د ډرون او ميزايل بريدونو وروسته د امریکا نه مرسته غوښتې وه.

په سلطان هوايي اډه به د امریکې پوځ د کله پورې موجود وي، جنرل مکنزي په دغه اړوند څه نه دي ویلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG