په چین کې د کرونا وايرس له امله د مړو شمېره ۲۱۳ ته رسېدلې ده، امریکا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د چين سفر نه کوي او د صحت نړيوال ادارې بيړني حالت اعلان کړي دي.
د رویټرز ترمخه د امریکې د بهرنيو چارو وزارت خپلو وګړو ته د چين د سفر نه کولو ترڅنګ د عراق او افغانستان د سفر نه کولو لارښوونه هم کړې ده.
خبري ادارې د چين د چارواکو له قوله ویلي، د چين هووبي صوبه کرونا وايرس تر ټولو اغېزمنه کړې او يواځې په دغه صوبه کې د کرونا له امله ۲۰۴ کسان مړه شوي او کرونا وايرس نزدې لس زره کسان اغېزمن کړي دي.
د کرونا وایرس له امله د صحت نړيوالې ادارې بېړني حالت اعلان کړي، او راپورونه وايي د کرونا وایرس د ۲۰ پورې هېوادونو کې مالوم شوي خو د چین نه علاوه بل ځای يې تراوسه څوک نه دي مړه کړي.
نړيوالې ادارې ویلي، بېړني حالت له دې امله په ځای کړی شوي او اندېښنه څرګنده کړی شوې چې وايرس نورو هېوادونو ته خوريږي.
د پاکستان د وزيراعظم د صحت په برخه کې مشاور ظفر مرزا وايي څلور زده کوونکو ته يې کرونا وايرس شوي او حکومت يې د کرونا وايرس په وړاندې تیار دی او د خپلو وګړو خوندي ساتلو ټول ممکنه ګامونه يې پورته کړي دي.
ظفر مرزا ويلي د صحت نړيوالې ادارې داسې کومه سپارښتنه نه ده کړې چې غړي هېوادونه دې د چين څخه خپل وګړي اوباسي.
د چين وهان ښار چې کرونا وايرس تر ټولو زيات اغېزمن کړی د دغه ښار څخه د پاکستان زده کوونکو وي او ای ډيوه د ټيليفون د لارې ويلي دوی په ويره کې دي او د خپل حکومت په تمه دي چې د چین څخه يې اوباسي.
راپورونه وايي کرونا وایرس که یوې خوا ته د چین ګڼ شمېر خلک مړه کړل او زرګونه یې اغېزمن کړل خو وایي د دې هېواد په اقتصاد یې هم بدې اغېزې کړي ځکه چې وایي له نړۍ سره یې د تاجرانو تجارتي اړیکي پرې شوي او کرنسي یوآن یې هم را غورځېدلی دی.
که څه هم چینایي چارواکي او رسنۍ وخت په وخت له کرونا وایرسه د مړیو او اغېزمنو کسانو شمېر خپروي، خو ځینې روغتیایي څېړونکي اندېښنه څرګندوي او وایي چې د دې وایرس له کبله د مړیو او اغېزمنو کسانو شمېر تر سرکاري شمېر څو چنده زیات دی.
چین په ووهان کې د ټولو اوسېدونکو عملي طبي معاینه او کورنټین پېل کړی او بندیز یې لګولی چې دې ښار ته نه څوک ورتلی شي او نه ترې وتلی شي، د عامو خلکو تر څنګ یې د دې ښار ټول پروازونه او ولسي ټرانسپورټ هم ځنډولی دی.