لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وايي د کرونا وايرس مالومولو الات يې ترلاسه کړي


پاکستان وايي هغه الات يې ترلاسه کړي چې کرونا وايرس مالوموي، له دې وړاندې به پاکستان د کرونا وايرس مالومولو دپاره اخیستل شوې نمونې بهر ملک ته لېږلې.

د صحت په برخه کې د پاکستان د وزیراعظم مرستیال ډاکټر ظفر مرزا وي او ای سره په خبرو کې ويلي، د دوه هېوادونو څخه يې دغه الات راغوښتي دي خو نوموړي د دغو هېوادونو نوم نه دی څرګند کړی.

د چين د صحت چارواکو د ګل، دوشنبې په سهار ويلي د کرونا وايرس له امله د مړه شوؤ کسانو شمېره ۳۶۱ ته رسېدلې او ۱۷۲۰۵ يې اغېزمن کړي دي.

کرونا وايرس د اتوار، يکشنې په ورځ په فلپاين کې يو تن مړی کړی دا د کرونا وايرس له امله د چين نه بهر لمړی تن دی چې مړ شوی دی.

د راپورونو ترمخه د کرونا وايرس له امله ډېرو هېوادونو د چين څخه خپل وګړي ويستي خو پاکستان وايي د وهان څخه د اته سوؤ نه زیات خپل زده کوونکي بيرته نه راوستلو پرېکړه يې کړې ده ځکه چې پاکستان وايي هسې نه دغه وبا دلته خوره شي.

وهان د چين هغه ښار دی د چرته نه چې د کرونا وايرس خواره شوي او دغه ښار د کرونا وايرس مرکز ګڼلی شي.

د پاکستان په حکومت د اپوزيشن لخوا او په ټولنيزو رسنیو داسې نيوکې کيږي چې خپل وګړي بيرته نه راولي.

په چين کې د پاکستان زده کوونکو هم وي او ای ډيوه سره په خبرو کې ويلي چې دوی خپل حکومت (پاکستان) ته په تمه دي چې د چين څخه يې اوباسي.

ظفر مرزا ويلي د چين څخه د خپلو زده کوونکو د نه راویستلو په فېصله وزيراعظم، پوهان او ټولې ادارې متفق دي، هغه ويلي دوی په چين کې د خپلو ۸۰۰ زده کوونکو دپاره کار کوي او په دې سوچ کوي چې دوی له د خپلو ۲۲ کروړه خلکو دپاره هم فکر کول دي.

مرزا زياته کړې په وهان کې د ۱۲۰ هېوادونو نه د زیاتو ملکونو تعلق لرونکي خلک موجود دي او د پاکستان په ګډون ډېرو ملکونو خپل وګړي د دغه ښار څخه نه دي ويستي او دغه پرېکړه د ملګرو ملتونو د صحت ادارې او چين د چارواکو د سپارښتنو په رڼا کې شوې ده.

هغه ويلي پاکستان يو زمه واره ملک دی او د کرونا وايرس د خورېدو نه ځان بچ ساتلو په لارښوونه عمل کوي.

راپورونه وايي کرونا وایرس که یوې خوا ته د چین ګڼ شمېر خلک مړه کړل او زرګونه یې اغېزمن کړل خو وایي د دې هېواد په اقتصاد یې هم بدې اغېزې کړي ځکه چې وایي له نړۍ سره یې د تاجرانو تجارتي اړیکي پرې شوي او کرنسي یوآن یې هم را غورځېدلی دی.

که څه هم چینایي چارواکي او رسنۍ وخت په وخت له کرونا وایرس له امله د مړیو او اغېزمنو کسانو شمېر خپروي، خو ځینې روغتیایي څېړونکي اندېښنه څرګندوي او وایي چې د دې وایرس له کبله د مړیو او اغېزمنو کسانو شمېر تر سرکاري شمېر څو چنده زیات دی.

چین په وهان کې د ټولو اوسېدونکو عملي طبي معاینه او کورنټین پېل کړی او بندیز یې لګولی چې دې ښار ته نه څوک ورتلی شي او نه ترې وتلی شي، د عامو خلکو تر څنګ یې د دې ښار ټول پروازونه او ولسي ټرانسپورټ هم ځنډولی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG