لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اې پي ایس د ماشومانو پلرونه: موږ پخه عقیده لرو چې ادارې د احسان الله احسان په تښتېدو کې لاس لري


واشنګټن ـــــ پر ټولنیزو رسنیو د بشري حقونو د مبارزینو تر اعتراضاتو او د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې تر پوښتنو وروسته نن په پېښور کې د آرمي پبلک سکول د وژل شویو ماشومانو پلرونو هم احتجاج کړی چې "ترهګر احسان الله احسان چرته لاړ" او غوښتنه یې کړې چې هغه دې ژر بیرته ونیول شي او سزا دې شي.

د وژل شویو ماشومانو احتجاج کوونکو پلرونو په ډېرې ناهیلۍ فریاد کاوه چې حکومت ورسره د انصاف ژمنه کړې وه خو وایي د انصاف پر ځای یې د اولادونو د قتل په تور تورن تن د ریاست له بنده وتښتېد.

د آرمي پبلک سکول په پېښه کې د وژل شوي ماشوم صاحبزاده عمر خان پلار فضل خان ایډوکېټ د احتجاج په مهال وویل، کله چې احسان الله احسان د پاکستان د پوځ لاس ته ورغی نو له دوی سره یې ژمنه وکړه چې هغه ته به سزا ورکوي خو وایي اوس څنګه هغه وتښتېد:

"له موږ سره له اولې ورځې دا ویره وه او موږ والدین په دې پخه عقیده لرو چې دغه ادارې [پوځ او استخبارات] په دې واقعه [د احسان الله احسان په تښتېدو] کې لاس لري او موږ له حکومته په کلکه غوښتنه کوو چې فوراً دې هغه بیرته ونیول شي او سزا دې ورکړل شي".


فضل خان ایډوکېټ د فرورۍ په ۸مه پېښور هايکورټ ته درخواست هم ورکړی چې د پاکستاني طالبانو د پخواني وياند په اړه له حکومت، پوځ او اړوندو ادارو څخه پکې سپيناوی غوښتل شوی چې هغه چرته دی؟ او که نه دی تښتېدلی عدالت ته دې وړاندې کړل شي.

احتجاج کوونکو په لاسونو کې بېنرونه هم را اخیستي وو چې د احسان الله احسان او د یو بل طالب کمانډر لطیف الله مسید عکسونه ورباندې جوړ وو او پر دغو عکسونو (دا چې طالبان دي، دا د چا مېلمانه دي؟) او (بچیو موږ شرمنده یو، ستاسو قاتل ژوندی دی). دوی د آرمي پبلک سکول د ماشومانو یو شریک عکس هم را اخیستی وو او پر یو بل بېنر یې لیکلي وو: (موږ سندرې نه انصاف غواړو، وعدې نه انصاف غواړو، پیسې نه انصاف غواړو، ډرامې نه انصاف غواړو). احتجاج کوونکو په لوړ اواز داسې نعرې هم وهلې: (ظالمانو جواب راکړئ، د وینې حساب راکړئ).

په احتجاج کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر ډاکټر سید عالم مسید هم ګډون کړی وو، هغه وویل په پاکستان کې پوځي عدالتونه هم د آرمي پبلک سکول د ۲۰۱۴م کال د خونړۍ پېښې په نتیجه کې جوړ شول، خو وایي چا چې د دې پېښې ذمه واري اخیستې وه، د ده په وینا پوځ هغه مېلمه وساته او اخیر یې د تېښتې لار ورته برابره کړه:

"احسان الله احسان پر ملالې یوسفزۍ د برید او د آرمي پبلک سکول د ماشومانو په ګډون د پینځه زره کسانو د وژنې ذمه واري اخیستې وه او اوس هغه لاړو څنګه لاړو؟‌ په هوا لاړو؟ موږ ځکه راغلي یو چې دا سړی دې ګرفتار شي دا دوی تښتولی دی".

احسان الله احسان چې اصل نوم یې لیاقت علي دی د پاکستان د طالبانو د تحریک پخوانی ویاند وو،‌ چې په پاکستان کې یې د ترهګرۍ د لسګونو بریدونو ذمه واري پر غاړه اخیستې وه،‌ خو په ۲۰۱۷م کال کې یې د پاکستان پوځ ته ځان تسلیم کړ.

د جنورۍ په ١٨مه د هند "دي سنډې ګارډین" ورځپاڼې لومړی د پاکستاني سرچینو له قوله د احسان الله احسان د تښتېدو خبر خپور کړ او بیا تېره اوونۍ یو تن- چې ځان احسان الله احسان یاداوه- په اردو ژبه په یو ږغیز پیغام کې دعوه وکړه چې هغه له پوځ سره تر څه کم درې کلن بند وروسته له خپلې کورنۍ سره تښتېدلی او ویل کېږي چې ترکي ته رسېدلی دی.

د پاکستان تحریک انصاف حکومت او پوځ تر اوسه د احسان الله احسان د تښتېدو په اړه پټه خوله دي او دا یې په رسمي توګه نه ده تایید کړې چې هغه څنګه د پوځ له ولکې په تښتېدو بریالی شوی دی.

د فرورۍ په ۱۰مه د پاکستاني پارلمان غړو هم د احسان الله احسان پر ممکنه تېښته یو شمېر پوښتنې را پورته کړې، دا پېښه یې د ریاستي ادارو لویه ناکامي بللې او د دې د پلټنو لپاره یې د پارلمان د کمیټۍ د جوړولو غوښتنه هم کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG