لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نېټو مشر: د تاوتریخوالي د کمېدو هر ګام ستایو خو له افغان ځواکونو سره مرستې جاري ساتو


د امریکې او طالبانو تر منځ د سولې تړون ته د نیژدې کېدو له خبرو سره سم نېټو هم پخپله غونډه کې د افغان سولې بهیر په اړه خبرې کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د جګړې د کمېدو ګامونه ستایي.

د بلجیم په پایتخت برسلز کې د شورو- چارشنبې په ورځ پیل شوې د نېټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې د منځني ختیځ او روس تر څنګ افغانستان هم د ایجنډا په سر کې وو.

د نېټو اتحاد مشر ین سټولټنبرګ غونډې ته په وینا کې په ټینګار سره ویلي چې متحدین یې د امریکې په مشرۍ د دغو هڅې بشپړ ملاتړ کوي چې په افغانستان کې سوله راشي او وایي په دې برخه کې د پرمختګ لپاره به ورسره له نیژدې همږغۍ ته دوام ورکوي:

"موږ هر هغه ګام ستایو چې د تاوتریخوالي له را کمېدو سره مرسته کوي، طالبان باید په عمل کې د جګړې پر میدان خپل هوډ او وړتیا ښکاره کړي چې په تاوتریخوالی کې کموالی راولي".

د امریکې د دفاع وزیر مارک ایسپر هم د نېټو په دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې څنګه د تشدد پېښې راکمې شي نو امریکا به په دغه هیواد کې د خپلو ځواکونو په کمولو لاس پورې کړي:

"پر دې وړاندیز غور کوو چې په افغانستان کې خپل ځواکونه اته زره شپږ سوه ۸۶۰۰ پوځیانو ته را کم کړو، د تاوتریخوالي د را کمولو پر شرط غور روان دی او له امریکایي ایتلافیانو سره به هم په دې اړه خبرې کوي".

د نېټو مشر ین سټولټنبرګ د ټولو غړو هېوادونو په استازیتوب ویلي، په افغانستان کې تر اوږدې مودې د امنیت او ارامۍ راتګ ته ژمن دي او په دې برخه کې به خپلو مرستو ته دوام ورکوي:

"موږ به بیا هم خپل کار ته هغسې توجه کوو، چې افغان امنیتي ځواکونو ته به روزنه ورکوو او مالي مرسته به یې کوو، چې دوی وکولای شي د ترهګرۍ په ضد وجنګېږي او امن ته لاره هواره کړي".

د نېټو مشر او د امریکې د دفاع وزیر دا خبرې په داسې وخت کې کړې چې ځینو امریکایي او افغان چارواکو ویلي، طالبان له امریکې سره د تاوتریخوالي کمولو ته راضي شوي او ډېر ژر به د دواړو غاړو تر منځ د سولې تړون لاسلیک شي.

د نېټو مشر ین سټولټنبرګ د افغان سولې په اړه دا هم ویلي چې نېټو هیڅکله د افغان سولې په اړه کومه پرېکړه نه کوي بلکې پخپله افغانان به یې کوي او وایي په افغانستان کې بشپړ او دوامدار امن هغه وخت راتلای شي چې افغانان پخپله خبرو ته سره کښېني.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG