واشنګټن ـــ د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېشن تر پینځو میاشتو وروسته د ولسمشرۍ ټاکنو وروستي نتایج اعلان کړل چې وایي اشرف غني لومړی ګټونکی او د دویم ځل لپاره د افغانستان ولسمشر شو.
د افغانستان د خپلواک کمېشن مشرې حوا علم نورستانۍ د نهې- سه شنبې په ماښام په کابل کې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، چې اشرف غني په لومړي نمبر 923592 رایې اخیستې دي چې وایي د ټولو ووټونو 50.64 فیصده کېږي.
مېرمن نورستانۍ وویل، ورپسې ډاکټر عبدالله عبدالله 720841 رایې اخیستې دي چې د ټولو ووټونو 39.52 فیصده کېږي او پر درېیم نمبر ګلبدین حکمتیار 70241 ووټونه اخیستي چې د ټولو رایو 3.85 فیصده کېږي.
همداسې ورپسې رحمت الله نبیل 33919 (1.86 فیصده)، ډاکټر فرامرز تمنا 18063 (.99 فیصده)، سید نورالله جلیلي 15519 (.85 فیصده)، عبداللطیف پدرام 12608 (.69 فیصده)، عنایت الله حفیظ 11375 (.62 فیصده)، محمدحکیم تورسن 6500 (.36 فیصده)، احمدولي مسعود 3942 (.22 فیصده)، محمد شهاب حکیمي 3318 (.18 فیصده)، پوهاند پروفیسر ډاکټر غلام فاروق نجرابي 1606 (0.09 فیصده) او نورالرحمن لېوال 855 (0.05 فیصده) رایې اخیستې دي.
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د ۲۰۱۹م کال د سپټمبر پر ۲۸مه شوې وې خو د ځینو امیدوارانو د اعتراضاتو له کبله د انتخاباتو کمېشن د رایو په شمېرنه کې له ستونځو سره مخ وو او لومړني نتایج یې د دسمبر په میاشت کې خپاره کړي وو.
د انتخاباتو د وروستیو نتایجو په اړه سمدستي د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو کوم امیدوار غبرګون نه دی څرګند کړی خو د ډاکټر عبدالله عبدالله وار له مخه لا ویلي چې د ټاکنو له درغلۍ ډک نتایج به نه منل کېږي.