لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د افغان طالبانو د وژل شوي مشر اختر منصور جايداد بولۍ ته وړاندې کوي


پاکستان د افغان طالبانو د وژل شوي پخواني مشر ملا اختر منصور جايداد بولۍ ته وړاندې کوي، ملا اختر منصور په کال ۲۰۱۶م کې په بلوچستان صوبه کې په امریکايي ډرون بريد کې وژل شوی ؤ.

د پاکستان د ځايي ميډيا ترمخه د کراچۍ ښار د ترهګرۍ يو عدالت د ملا اختر منصور د شتمنيو يا جايداد د ليلام کولو په اړه په ورځپاڼو کې اشتهارونه ورکړي دي.

په پاکستاني ورځپاڼو کې د اختر منصور د جايداد په اړه ويل شوي چې د هغه په ګشن معمار علاقه کې يو پلاټ، يو کور، يو فلېټ، په شهيد ملت روډ، په ګلزار هجرۍ او شهيد ملټ روډ باندې يو فلېټ دی.

د (سما نيوز) ترمخه د دغه جايداد قيمت لس کروړه روپۍ جوړيږي.

ويل شوي مرکزي پلټنيزې ادارې (اېف ايي ای) د ملا منصور په دوه نورو ملګرو په کراچۍ کې د ترهګرۍ مقدمې درج کړي چې هغوی به ترهګرو ته پېسې ورکولې.

د اېف ايي ای د تېر کال د اسنادو ترمخه ملا اختر منصور د ګل محمد او محمد ولي په نوم جعلي د پېژندګليو، شناختي کارډونه جوړ کړي وو.

ملا اختر منصور د کال ۲۰۱۶م د مې په مياشت کې د بلوچستان صوبې په دالبندين سيمه کې د امریکا په بې پايلټه ډرون بريد کې وژل شوی ؤ.

د هغه د وژنې د ځای څخه د پاکستان جوړ يو شناختي کارډ ترلاسه شوی او د يادې پېښې وروسته داسې ويل شوي ؤ چې د بلوچستان او کراچۍ څو چارواکي د ملا اختر منصور د شناختي کارډ جوړولو په تور نيول هم شوي وو.

يادې ادارې ويلي ؤ د منصور د جايداد او بېنکونو حساب کتاب به عمار د محمد ياسر زوي کولو.

ملا اختر منصور د ملګرو ملتونو امنيتي شورا د قرارداد لاندې ترهګر ګرځول شوی ؤ او هر ډول کاروباري او د بېنکونو هلې ځلې پرې بندې وې.

د پاکستان تحقيقاتي ادارې د ملا اختر منصور، ګل محمد، محمد ولي او عمار پرضد مقدمه درج کړې او ویلي يې ؤ د شناختي کارډونو جوړؤنکې ادارې نادرا چارواکي چې په دغه کار کې ککړ دي هم مالوم کړی شوي دي.

د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړينې وروسته ملا اختر منصور د طالبانو مشر جوړ شوی ؤ، هغه د طالبانو په وخت کې د سول اېوي اېشن وزیر ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG