لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت وایي تر هراړخیزو مشورو وروسته یې د لوړې مراسم د مارچ تر 9مې وځنډول


واشنګټن ــــ د امریکې تر اعلان وروسته افغان حکومت هم نن تایید کړه چې د افغانستان له سیاسي او قومي مشرانو او نړیوالو متحدینو سره تر هراړخیزو مشورو وروسته د ولسمشر اشرف غني د لوړې مراسم د فرورۍ له 27مې د مارچ تر 9مې پورې ځنډول شوي دي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت او د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان حکومت د دې پرېکړې هرکلی کړی چې د لوړې مراسم یې ځنډولي. زلمي خلیلزاد په څو پرله پسې ټویټونو کې ویلي، چې د انتخاباتو کمېشن اشرف غني ولسمشر اعلان کړی، خو نور مشران باید دا باور ولري چې نوی حکومت به شریک او د ټولو افغانانو له هیلو سره سم وي:

"د ولسمشر غني د پرېکړې هرکلی کوم چې د لوړې مراسم یې د مارچ تر ۹مې وځنډول، دا به د مهمو مشورو لپاره موقع برابره کړي چې په نوي حکومت کې د افغانستان د خلکو د ګټو عکاسي وشي او خوندي شي".

د افغان حکومت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ولسمشر غني د لوړې مراسم ځکه ځنډول شوي چې وایي یوې خواته په افغانستان کې هم د کورونا وایرس د خپرېدو اوازې دي او بل لور ته دې مراسمو ته د بهرنیو لوړرتبه مېلمنو راتګ ته وخت کم وو او تکنیکي تیارۍ نه وې بشپړې شوې.

امریکې هیله څرګنده کړې چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د نتایجو په اړه شکایتونه او اندېښنې به له آییني او قانوني لرې حل کړای شي. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګن اورټیګس په یو بیان کې ویلي، په نوي افغان حکومت کې باید ټول برخه ولري چې د افغان ولس د هیلو ښکارندوی وي.

ډاکټر عبدالله عبدالله چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې پر دویم نمبر راغلی او د انتخاباتو د کمېشن له نتایجو یې انکار کړی دعوه کړې وه چې لومړی ګټونکی دی او خپل بېل موازي حکومت به جوړوي. عبدالله هم د اشرف غني په څېر د لوړې مراسم اعلان کړي وو،‌ خو نن یې ویلي، خلیلزاد ورڅخه غوښتي چې خپل دغه مراسم وځنډول او د سولې موضوع ته توجه وکړي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت پر افغان سیاسي مشرانو او د هغوی پر ملاتړو ټینګار کړی چې له زوره دې کار نه اخلي او خپلې سیاسي شخړې دې له سیاسي لارې حل کړي. د وزارت ویاندې مورګن اورټیګس ویلي، افغان سیاسي مشران دې له داسې ګامونو اخیستلو ډډه وکړي چې د هېواد د ناارامۍ سبب کېږي او وایي د یو بېل حکومت له جوړولو دې هم ډډه وشي.

د نوي افغان حکومت د پرانیستنې مراسم په داسې وخت کې ځنډېدلي چې په افغانستان کې د امریکې او طالبانو تر منځ‌ د یوه تړون له مخې په تشدد کې د کموالي اوونۍ دوام لري او تمه ده چې په همدې بنیاد د فرورۍ پر ۲۹مه د دواړو اړخونو تر منځ‌ د سولې وروستی تړون په قطر کې لاسلیک شي.

د افغان حکومت په خبرپاڼه کې ویل شوي، ټولو ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر شوی چې په ټول هیواد کې د تاوتریخوالي کمښت ته د مسلکي پاملرنې ترڅنګ دې د هیوادوالو د مال او ځان په خوندیتوب کې یوه شېبه غفلت نه کوي او د خلکو په خدمت کې دې وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG