لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل:د وسله والو برید کې دمړو شمیره ۲۷ؤ ته رسېدلې،۲۸کسان ژوبل هم دي


افغان چارواکو پخلی کړی چې دجمعې په ورځ کابل کې دعبدالعلي مزاري دتلین په مراسمو شوي برید کې ۲۷کسان وژل شوي اؤ ۲۸نور ژوبل شوي دي.

تر دې وړاندې چارواکو دغه برید کې یوازې د ۱۸کسانو د ژوبل کیدلو پخلی کړی ؤ.

کابل کې دجمعې په ورځ دعبدالعلي مزاري د ۲۵م تلین په مناسبت یوه ستره دستوره راجوړه شوې وه چې د نورو برڅیره پکې دافغانستان مهمو سیاستمدارانو ډاکټر عبدالله عبدالله ، حامد کرزي اؤ نورو هم برخه لرله خو هغوئ ددغه برید څخه روغ وتلي دي.

امریکایي خبري شبکې ایسوسي ایټډ‌پریس دافغانستان د روغتیا د وزارت د ویاند وحیدالله مایر له خولې پخلي کړی چې پېښه کې د وژل شوؤ ۲۷ کسانو مړي روغتون ته رارسول شوي دي.

په ۲۹مه فرورۍ دطالبانو اؤ امریکې ترمنځ دشوي تړون نه راپدیخوا پلازمینه کابل کې دا تر ټولو ستر برید دی چې دومره ډيرو خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو دې برید کې لاس لرنه رد کړې ده خو تر اوسه بلکې کومې ډلې هم دبرید پړه پغاړه نه ده اخستې

افغان چارواکو ویلي وسله وال کسان مراسمو ته نږدې یوې نیمه جوړه شوې ودانۍ ته ننوتي او له هغه ځای څخه یې د غونډې ګډونوال تر برید لاندې نیولي دي.

دکورنیو چارو وزارت ویلي دا برید چې نن له غرمې مخکې شاو خوا یوولس نیمې بجې شوی دبرید کوونکو دمهارولو لپاره افغان امنیتي ځواکونونه د پیښې ځای ته رسیدلي او دامهال یې له بریدګرو سره جګړه روانه کړې ده.

دحزب وحدت دپخواني مشرعبدالعلي مزاري د تلین دلمانځلو په مراسمو تیرکال هم وسله وال بریدونه شوي وؤ چې پکې ۲۶ کسان وژل شوي اؤ ۱۸ نور ژوبل شوي وؤ

Recommended

XS
SM
MD
LG