لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان حکومت د طالب بندیانو د خوشي کولو پرېکړه ځنډولې ده


واشنګټن ــــ د افغان حکومت له اعلان سره سم ټاکل شوې وه چې پرون د شنبې- خالي په ورځ د طالب بندیانو د لومړۍ ډلې د خوشي کېدو لړۍ پیل شي، خو پرون افغان حکومت خپله هغه پرېکړه بیرته ځنډولې او وایي چې د بندیانو د خوشي کولو بهیر ته کتنه یو څه نور وخت ته اړتیا لري.

د مارچ پر 10مه افغان حکومت د بندي طالبانو د بخښنې او خوشي کولو اعلان کړی وو. ولسمشر اشرف غني ویلي وو حکومت یې د ښه نیت له مخې د طالبانو د 1500 بندیانو د ازادولو پریکړه کړې او 3500 به یې له طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو تر پیلېدو ورسته پرېښوول کیږي.

طالبانو د ولسمشر غني دا خبره رد کړې وه او ویلي یې وو چې د دوی ټول 5000 بندیان دې په یو وار خوشي کړل شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وایي، د طالب بندیانو خوشي کېدل یې ځکه ځنډولي چې وایي د بندیانو د خلاسون پر څرنګوالي کار روان دی. ښاغلی فیصل وایي:

"موږ تیار یو چې د بندیانو د خوشي کولو بهیر- څنګه چې د ولسمشر په فرمان کې راغلي- پیل کړو خو موږ به یو بندي هم تر هغه خوشي نه کړو تر څو موږ ته ضمانت را نه کړل شي چې دوی به بیا جګړې ته نه را ستنېږي".

طالبانو، امریکې او د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړي استازي زلمي خلیلزداد تر اوسه د طالب بندیانو په خوشي کولو کې د ځنډ په اړه د افغان حکومت د دې پرېکړه په اړه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.

یوه لوړپوړي چارواکي اسوشېیټیډ پریس ته ویلي، کېدای شي د بندیانو د خلاسون ځنډ په قطر کې شوی د سولې تړون ته زیان و رسوي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وایي، د بندیانو د خوشي کېدو موضوع حساسه ده او د خوشي کولو لړۍ یې په دې خاطر ځنډول شوې چې نور کار ورباندې وشي او د سولې لپاره د ده پیدا شوې موقع له لاسه ونه وځي.

د ولسمشر اشرف غني له خوا د طالب بندیانو د خوشي کولو په فرمان کې راغلي وو چې د مارچ له 14مې به هره ورځ سل 100 تنه بندیان د دوی عمر، روغتیایي حالت او په زندان کې تېرې کړې مودې ته په کتو خوشي کېږي.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي ویلي وو چې دا فرمان له طالبانو سره د خبرو د پيل لپاره د منل شوې اډانې په پام کې نیولو سره لاسلیک شوی دی.

په قطر کې د فرورۍ پر 29مه د امریکې او طالبانو تر منځ د سولې په تړون کې د طالبانو د 5000 او د افغان حکومت 1000 تنه بندیانو د تبادلې خبره شوې وه، خو تر تړون وروسته د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د بندیانو پر تبادله اختلافونه دي.

ټاکل شوې وه چې د مارچ پر 10مه له طالبانو سره بین الافغاني خبرې پیل شوې وای او دواړو لورو منلې چې د خبرو لپاره یې مرکچي پلاوي تیار کړي، خو دا خبرې تر اوسه له ځنډ او خنډ سره مخ دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG