لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت د کرونا د مخنیوي لپاره د یورپي ټولنې د اوربند وړاندیز ته هرکلی ویلی


واشنګټن ــــ د افغانستان حکومت د یورپي ټولنې د استازي د هغه وړاندیز هرکلی کړی چې وایي په هېواد کې دې د کرونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر له وسلوالو سره ډزبندي وکړي.

د افغان ولسمشر سلاکار وحید عمر ویلي، په انساني بنیادونو د ډزبندۍ لپاره د یورپي ټولنې د استازي وړاندیز ته هرکلی وایي، خو وایي داسې رپوټونه یې تر لاسه کړي چې طالبان د روغتیايي خدمتونو په برخه کې خنډ پېښوي، دا کار باید سمدستي و درول شي. وحید عمر پر ټویټر لیکلي:

"طالبان باید پوه شي چې موږ د کرونا وایرس له کبله له بشري حالت سره مخ یو، دوی دې خپل بریدونه و دروي او روغتیایي کارکوونکي دې پرېږدي چې د افغانستان په ټولو برخو کې له اغېزمنو خلکو سره مرسته وکړي".

د افغانستان لپاره د یورپي ټولنې استازي رولېنډ کوبیا د نهې- سه شنبې په ورځ‌ پر طالبانو ږغ کړی وو چې جګړه و دروي او په افغانستان کې د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره له مرستندویو ډلو سره مرسته وکړي. ښاغلي کوبیا د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهېل شاهین د ټویټ په ځواب کې لیکلي وو:

"هر څوک حق لري چې له کرونا وایرسه د ژغورنې مرسته یې وشي او له خلکو سره په دې برخه کې د ښې مرستې لپاره لومړی باید بشپړه ډزبندي وشي، له بشردوستانه مرسته کوونکو د مالیې اخیستل بند شي، خلکو ته د هغوی رسایي او امنیت باوري شي او له حکومت سره په دې برخه کې همږغي او همکاري وشي".

د ولسمشر غني د دفتر ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټویټر لیکلي، چې حکومت یې د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره تیار دی او په دې برخه کې بشپړې هلې ځلې کوي، خو وایي هېواد ته د سولې د راتګ په برخه کې هم ګامونه اخلي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهېل شاهین د ګل- دوشنبې په ورځ‌ پر خپل ټویټر نړیوالو روغتیایي ادارو ته په افغانستان کې د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره د کار کولو په برخه کې ډاډ ورکړی وو.‌ سهېل شاهین لیکلي وو:

"د صحت کمیسون له لارې د ټولو نړیوالو صحي موسسو او د صحت نړیوال سازمان سره د کورونا مرض په مخنیوي کې د همکارۍ او هم آهنګۍ ته د چمتووالي اطمئنان ورکوو".

سهېل شاهین په خپل ټویټر کې په افغانستان کې له کرونا وایرسه د خپلو زرګونو بندیانو د ژغورنې په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او له نړیوالو بشري او روغتیایي ادارو یې د هغوی د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې ده.

طالبانو د یورپي ټولنې د استازي د وړاندیز او د افغان حکومت له خوا هغه ته د هرکلي په جواب کې تر اوسه څه نه دي ویلي، خو د طالبانو پخواني سرکاري وکیل (لوی څارنوال) مولوي جلال الدین شینواري وي او اې اشنا ته ویلي، طالبان د کرونا وایرس د مخنیوي په هڅو کې له افغان حکومت سره کار کولو ته تیار نه دي، خو وايي په هغو سیمو کې چې د دوی په کنټرول کې دي، نړیوالو مرستندویه ادارو ته د کرونا د مخنیوي په برخه کې امنیت ورکولو ته تیار دي.

بلې خواته په افغانستان کې د غیرسرکاري ادارو د همکارۍ سازمان (اې این سي بي) د طالبانو د اعلان هرکلی کړی دی. د دې سازمان مشر بریالی عمرزی وایي، پرېکړه یې کړې چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته له کرونا وایرسه د ژغورنې مواد لکه ماسکونه او نور شیان ولېږي.

د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر د افغانستان پر سیاسي ډلو هم ږغ کړی چې را وړاندې شي او د کرونا وایرس له کبله د بیړني حالت په وخت خلکو ته د پوهې ورکولو په برخه کې مرسته وکړي. وحید عمر ویلي، دا د سیاسي سیالۍ او د خپلو سیاسي ګټو تر لاسه کولو وخت نه دی او ټول باید په ګډه د افغانانو د ژوند ژغورلو لپاره کار وکړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي،‌ په تېرو څلرویشتو ګنټو کې په هېواد کې د کرونا وایرس کومه مثبت پېښه مخې ته نه ده راغلې، خو تر دې وړاندې په ټول هیواد کې د کورونا 22 مثبتې پېښې ثبت شوي چې 13 یې په هرات، 3 په سمنګانو، 2 په لوګر او یوه یوه په کاپیسا، بلخ، بادغېس او دایکونډي ولایتونو کې رپوټ شوې دي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG