پاکستان د چمن د لارې افغانستان ته سوداګريز او د خوراکي توکيو د ۵۰ څخه زيات ګاډي په پوله پرېښودي دي.
چارواکي وايي د ګاډو افغانستان ته تلو دپاره پوله نن د خالي، يکشنبې په سهار پرانستل شوې کنټېنرې، د سبزيانو، مېوؤ او نورو خوراکي توکيو ګاډي روان شوي دي.
خو پوله د عامو خلکو د تګ راتګ دپاره د دوېم مارچ څخه بنده پرته ده.
د پاکستان وزير اعظم عمران خان پرون د جمعې په ورځ ويلي د کرونا وايرس د نړيوالې وبا باوجود پاکستان د خپلو افغانانو وروڼو، خوېندو سره مرستې ته تيار دي.
هغه ويلي د چمن، سپين بولدک يې د ټرکونو دپاره پرانستو لارښوونه کړې چې افغانستان ته لاړ شي او په دې سخت وخت کې د افغانستان سره دي.
په پوله د کسټم چارواکو ويلي باب دوستي دروازه يې په يو اړخيزه توګه پرانستې ده.
چارواکو ويلي مال وړونکي ګاډي افغانستان ته روان کړی شوي دي، چې پکې خوراکي توکي او د ټرانزټ ګاډي شامل دي.
د سيمې څخه د وي او ای ډیوه خبريال نعمت الله سرحدي وايي د چمن په پوله په لویه شمېره کې افغانستان ته تلونکي خلک د دوېم مارچ څخه په تمه ناست دي چې دوی ته هم اجازه ورکړی شي او افغانستان ته لاړ شي.
پاکستان د کرونا وايرس د مخنيوي په لړ کې د افغانستان سره د تورخم ترڅنګ نورې لارې هم د دوه اوونيو دپاره تړلي دي دغه ډول ګام د ايران په پوله هم پورته کړی شوی دی.