لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په نړۍ کې له کرونا وایرسه اغېزمن تر 3 لکو واوښتل او مړي 12,950 ته رسېدلي


واشنګټن ـــــ په تېر دسمبر کې د پیدا شوي کرونا وایرس خپرېدل که یوې خواته په پخپله په چین او ځینو نورو هېوادونو کې په کمېدو دی او د خپرېدو مخه یې نیول کېږي خو بلې خواته اوس هم په یورپ، امریکا او ځینو اېشیایي ملکونو کې په تېزۍ خپرېږي.

د امریکې په جان هاپکینز پوهنتون کې د کرونا وایرس د سرچینو مرکز وایي، تر دې مهاله په ټوله نړۍ کې 303,180 کسانو ته دغه وایرس ور پورې شوی او 12,950 تنه یې مړه کړي دي، خو وایي له دې ناروغۍ تر اوسه په ټوله نړۍ کې 91,669 تنه جوړ شوي هم دي.

له کرونا وایرسه تر ټولو په چین کې زیات خلک اغېزمن شوي چې شمېر یې 81,304 دی او 3,255 تنه یې مړه کړي دي، خو اوس یې مخه نیول شوې او په تېرو درو ورځو کې د چین په هوبې ولایت کې دغه وایرس چاته نه دی ور پورې شوی، خو دا چې په چین کې پر رسنیو بندیزونه دي نو د روغتیایي چارو نقادان شک څرګندوي چې کېدای شي په چین کې له دې ناروغۍ د اغېزمنو او مړیو شمېر تر هغه زیات وي چې د چین حکومت یې یادوي.

له چینه وروسته د یورپ په ایټلي هېواد کې کرونا وایرس زیات خلک اغېزمن کړي چې شمېر یې 53,578 دی او تر چین یې زیات خلک مړه کړي چې شمېر یې 4,825 ته رسېدلی او لا یې هم د خپرېدو بشپړه مخه نه ده نیول شوې. یواځې په تېرو څلرویشت ګنټو کې په ایټلي کې 793 تنه ترې مړه شوي‌ دي.

درېیم هېواد چې کرونا وایرس پکې زیات خلک مړه کړي ایران دی چې تر اوسه پکې 1,556 کسان مړه شوي او 20,610 ترې اغېزمن دي.

څلورم بیا هم یورپي هېواد سپېن دی چې 1,375 تنه یې مړه کړي او 25,374 ترې اغېزمن دي، په فرانس کې 12,485 تنه ترې اغېزمن شوي او 450 تنه یې مړه کړي دي،‌ په امریکا کې 22,177 کسان ترې اغېزمن دي او 260 تنه یې مړه کړي دی، په برتانیا کې 5049 تنه ترې اغېزمن شوي او 233 تنه یې مړه کړي دي.

له کرونا وایرسه په زیاتو اغېزمنو هېوادونو کې داسې هېوادونه هم شته چې زیاتې مثبتې پېښې پکې مخې ته راغلې خو کم خلک ترې مړه شوي دي چې په هغوی کې جنوبي کوریا او جرمني شامل دي. په جنوبي کوریا کې 8,799 کسان ترې اغېزمن شوي او 102 تنه یې مړه کړي دي، په جرمني کې 21,828 کسان ترې اغېزمن شوي او 75 تنه یې مړه کړي دي.

له کرونا وایرسه روغ شوي:

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، په کرونا وایرس چې په ټوله نړۍ کې څومره خلک اخته شوي تر هغه درې چنده زیات خلک بیرته ترې جوړ شوي دي، وایي څنګه چې تر اوسه د دې ناروغۍ وېکسین نه شته نو علاج یې تر ټاکلې مودې پورې له نورو خلکو د ناروغ جلا ساتل دي.

په چین کې تر اوسه له دې ناروغۍ 58,946 کسان جوړ شوي، په ایران کې ترې 7,635 تنه روغ شوي، په ایټلي کې 6,072، په سپېن کې 2,125، په جنوبي کوریا کې 1,540 ترې روغ شوي دي او لسګونه زره لا هم د نړۍ په شاوخوا په شاوخوا 186 هېوادونو کې په روغتونونو او د څارملنې په مرکزونو کې بستر دي.

په داسې حال کې چې کرونا وایرس لا په تېزۍ په ټوله نړۍ کې پسې خپرېږي او په نورو نویو هېوادونو کې هم مثبتې پېښې مخې ته راځي، د هېوادونو مشران لا په دې نه دي‌ توانېدلي چې د دې ناروغۍ د خپرو بشپړه مخه ونیسي او نه هم لا تر اوسه د دې ناروغۍ داسې وېکسین جوړ شوی چې سمدستي په دې وایرس د اخته کسانو درملنه وکړي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG