لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روغتیا نړیوال سازمان وایي کېدای شي‌ تر یورپ وروسته امریکا د کرونا وایرس مرکز شي


واشنګټن ــــ په امریکا کې په تېزۍ د کرونا وایرس خپرېدو ته په کتو سره د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې کېدای شي تر چین او یورپ وروسته او امریکا د دې وایرس مرکز وګرځي ځکه چې په لس ورځو کې تر 55 زیات خلک پکې اغېزمن شول.

خو سره له دې چې روغتیایي ماهرین دا یو تر وخت مخکې اقدام ګڼي، د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ‌ تمه لري چې ژر به د کرونا وایرس مخه ونیسي او وایي چې غواړي په څو اوونیو کې خلک بیرته خپلو کارونو ته ستانه شي. نوموړي له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي:

"زه غواړم هېواد مو تر ایسټر [د اپرېل تر 12مې] پرانیستل شي، موږ باید ژر بیرته کار ته ستانه شو"

د امریکې په جان هاپکینز پوهنتون کې د کرونا وایرس د سرچینو مرکز وایي ټوله نړۍ کې 425,493 تنه د کرونا وایرس وهلي‌ او د مړو شمېر 18,946 ته رسېدلی. د کرونا مرض نه بیرته د روغ شویو کسانو شمېر 108,727 ته رسېدلی.

د ډبلیو ایچ او ویاند مارګریټ هېرس په خپل یو بیان کې ویلي، په امریکا د کرونا وایرس مثبتې پېښې په ډېرې تېزۍ سره زیاتېږي چې وایي له دې سره دا اندېښنه ده چې کېدای شي امریکا د کرونا وایرس نوی مرکز وګرځول شي.

مېرمن هېرس وایي، په تېرو څلرویشتو ګنټو کې د کرونا وایرس ۸۵ فیصده نوې پېښې په یورپ او امریکا کې رپوټ شوې دي چې وایي په هغوی کې هم ۴۰ فیصده په امریکې کې رپوټ شوې دي.

په امریکا کې د کرونا وایرس لومړۍ مثبته پېښه د مارچ پر ۵مه مخې ته راغلې خو اوس دا وایرس تر چین او ایټلي وروسته په ډېره تېزۍ سره په دې هېواد کې خپرېږي چې د اغېزمنو کسانو شمېر یې په شل ورځو کې 55,225 ته رسېدلی او 784 تنه ځنې مړه شوي‌ دي.

د امریکې نیویارک ایالت په دې هېواد کې تر ټولو زیات اغېزمن دی چې تر اوسه پکې 25 زره تنه اغېزمن شوي او 210 تنه مړه شوي‌ دي. تر نیویارک وروسته په لوزیانا، نیوجرسي او ځینو نورو ایالتونو کې زیات خلک په کرونا وایرس اخته دي.

د امریکې بېلابېلو ایالتونو د طبي اسانتیاوو د کموالي شکایتونه کړي او خپله د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ هم په خپل یوه ټویټ کې د دې اعتراف کړی او ویلي یې دي چې په ټوله نړۍ کې ماسکونه او وینټیلېټرز کم دي او خپلو ریاستونو ته د طبي آلاتو په رسولو کې مرسته کوي خو وایي دا اسان کار نه دی.

په نیویارک ایالت کې خلکو ته امر شوی چې څورلس ورځې دې له خپلو کورونو نه را وځي. د نيويارک د ګورنر اندريو کومو وایي، د مرکزي حکومت سمدستي مرستې ته اړتیا لري. نوموړي د مرکزي حکومت له خوا د 400 وينټيلېټرو پر ور لېږلو هم د غصې څرګندونه کړې او ويلي يې دي چي دوی دېرش زره وينټيلېټرو ته اړتیا لري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG