لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یورپ او هند خلک د کرونا وایرس په ضد طبي کارکوونکي په سندرو او چکچکو ستایي


واشنګټن ــــ په داسې حال کې چې د نړۍ تر یونیم ارب زیات خلک د کرونا وایرس له کبله په خپلو کورونو کې بند پاته دي، د یورپ د ډېرو ښارونو خلک هره شپه له خپلو کورونو د کرونا وایرس د ناروغانو د خدمت کوونکو ستاینې او مننې کوي.

د یورپ غوندې د هند په ممبۍ ښار کې هم ګڼ شمېر خلکو د کورونو او لویو ودانیو له سره په چکچکو او د کورونو د لوښو او د سکولونو د ګنټیو په ټنګولو سره د روغتیایي کارکوونکو ستاینه کړې چې په دې سختو حالاتوت د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره کار کوي.

په روم، مېډریډ، پېرس، ایتنز او د هالېنډ په ایمسټرډېم ښارونو کې دغه خلک هر ماښام د خپلو کورونو په پرانیستو کړکیو، بالکنیو او بالاخانو کې درېږي او په داسې حال کې سندرې وایي، د ستاینې نارې وهي او چکچکې کوي چې دوی پوهېږي هغه خلک زیات مصروف دي چې په خاطر یې دوی دا کار کوي.

په کورونو کې بند یورپیان د ستاینې او هڅونې دا کار د ډاکټرانو، نرسانو او د روغتیا په څانګه کې د نورو هغو کارکوونکو لپاره کوي چې خپل ژوند یې په خطر کې اچولی او په کرونا وایرس د اخته کسانو درملنه او خدمت کوي.

همدا تېره اوونۍ یوه 52 کلنه نرسه په سپېن کې لومړنۍ هغه طبي کارکوونکې وه چې د خپل کار په مهال یې د کرونا وایرس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په ایټلي کې- چې تر چین وروسته یې تر ټولو زیات خلک کرونا وایرس مړه کړي- دا مهال یې یواځې2,900 د روغتیا د څانګې کارکوونکي هم له دې ناروغۍ اغېزمن دي چې د دې هېواد د ټولې ابادۍ 10 فیصده جوړېږي.

د ایټلي ټیلیویژنونه هره ورځ له کرونا وایرس سره په مبارزه ستړي ستومانه ډاکټران او نرسان ښکاره کوي او خلکو ته زارۍ کوي چې له دې ناروغۍ د ځان او خلکو د ژغورنې په خاطر پخپلو کورونو کې پاته شي او چا چې احتیاطي ګامونه نه وي اخیستي هغوی ته وایي چې له دې کاره لاس واخلي.

د مارچ پر اتلسمه چې د هالېنډ د روغتیا وزیر د پارلمان په غونډه کې خپلې وینا ته ور ولاړ شو نو سټېج ته له رسېدو سره له ډېرې ستړیا ولوېد.

د هالېنډ شهزاده ویلیم الیګزانډر چې د نهې- سه شنبې په شپه له خپلې کورنۍ سره د مذهبي مراسمو لمانځلو په مهال د هالېنډ په هېګ ښار کې وویل "موږ نن شپه د روغتیا د څانګې د کارکوونکو په احترام کې چکچکې کوو او د هغوی مننه کوو چې موږ له دې وژونکي کرونا وایرسه ژغوري".

د ډاکټرانو او نورو طبي کارکوونکو د ستاینې او قدردانۍ دا کار لومړی په واټسپ ګروپ کې د یوه پیغام له خپرېدو وروسته هغه وخت پیل شو، چې په فرانس کې د ډاکټرانو د ملي اتحادیې مشر ته د شوګر له یوه ناروغ څخه کرونا وایرس ور پورې شو. کله چې په واټسپ ګروپ‌ کې ناببره دغه پیغام خپور شو، د پېرس ښار ټول بند وو او د سه شنبې- نهې د ماښام پر اتو بجو ناڅاپه د کورونو کړکۍ پرانیستل شوې، چکچکې او سندرې پیل شوې او بیا دا کار د چارشنبې- شورو په ماښام هم تکرار شو.

د فرانس وزیراعظم ایډورډ فیلیپس وایي "په دې بدو ورځو کې به موږ د انسانیت تر ټولو ښکلې ډالۍ [د ناروغانو خدمت] ووینو او شاید تر ټولو بدرنګه [مرګ] هم".

د بلجیم په پایتخت برسلز او نورو ښارونو کې د شپې مهال د ټولنې د خدمتګارانو د ستاینې او سندرو وخت د اوروژونکو، د سپر مارکیټ د کارګرو او کچره ټولوونکو لپاره د شپې تر ناوخته غزول شوی چې د روغتیايي کارکوونکو غوندې ضروري کارونه کوي.

په سپېن کې بیا خلک د دې هېواد د نومیالۍ سندرغاړې مونیکا نرانخو مشهوره سندره زمزمه کوي چې وایي:‌

"زه به ژوند کوم

زه به خپل کور لټوم

زما د تنهایۍ تر خاورو ډبرو لاندې

زما عجیبه جنته

ته چرته ورک شوې؟".

د خلکو د دغو سندرو او ستاینو په جواب کې د یوه روغتون کارکوونکو جواب ویلی، چې په یوه ویډیو کې د روغتون په دهلېز کې ولاړ ماسکونه یې اغوستي دي او دوی ټول یو په بل پسې دغو خلکو ته پیغام ورکوي‌ چې "موږ ټول په دې کار کې شریک یو" او بیا دوی ټول په ګډه د یوه منټه لپاره د خپلو ستایونکو په جواب کې چکچکې کوي.

د کرونا وایرس د مخنیوي په مبارزه کې تر ټولو زیات ډاکټران،‌ نرسان او نور روغتیايي کارکوونکي له خطر سره مخ دي. په چین کې تر درې زیات روغتیایي کارکوونکي له دې وایرسه اغېزمن شوي او ۱۳ مړه شوي دي. په ایټلي کې هم تر دوه نیم زره زیاتو روغتیایي کارکوونکو ته دغه وایرس ور پورې شوی او د پاکستان په ګلګت بلتسان کې درې ورځې وړاندې د اسامه ریاض په نامه ۲۶ کلن ډاکټر له کرونا وایرسه مړ شو.

په پاکستان کې خلک د ټولنیزو رسنیو له لارې په لیکلې بڼه د ډاکټرانو او نورو طبي کارکوونکو ستاینه کوي چې د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي په مبارزه کې شپه ورځ‌ خدمتونه کوي، خو د یورپ غوندې یې د هغوی ستاینه د خپلو کورونو له بامونو او بالکنیو څخه په سندرو او کچکو لا نه ده پیل کړې.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG