لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې سېنټ د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره د 2 کربه ډالرو منظوري ورکړه


واشنګټن ــــ په داسې حال کې چې په امریکا کې کرونا وایرس په ډېره تېزۍ خپرېږي او د روغتیا نړیوال سازمان له اندېښنې سره سم کېدای شي تر یورپ‌ وروسته امریکا د دې وایرس مرکز وګرځي، پرون ناوخته د امریکې سېنټ له کرونا وایرس سره د مبارزې او د امریکې د کمزوري کېدونکي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د 2 کربه [ټریلینه] ډالرو منظوري ورکړې ده.

د امریکې په تاریخ کې د داخلي چارو لپاره د مرستې دا تر ټولو غټ اقتصادي بِل په داسې وخت کې منظور شوی چې په امریکا کې له کرونا وایرسه د اغېزمنو کسانو شمېر څه کم اویا زره تنو ته رسېدلی او 1036 تنه ترې مړه شوي دي، یواځې په تېرو څلرویشت ګنټو کې له دې ناروغۍ په امریکا کې 247 تنه مړه شوي او لس زره تنه ترې اغېزمن شوي دي.

د مرستې دغه پېکیج به اوس د جمعې په ورځ د امریکې د کانګرس د استازو اېوان ته- چې ډیموکرېټان پکې اکثریت دي- وړاندې کېږي او چې کله په اکثریت رایو سره ومنل شي نو بیا به د ولسمشر ډانلډ ټرمپ له خوا لاسلیک کېږي.

د مرستې د دې بِل تر منظورۍ وروسته به دغه پیسې نه یواځې په امریکا کې د کرونا وایرس د مخنیوي او علاج د اسانتیاوو پر زیاتولو لګېږي بلکې له دوو اوونیو راهیسې د امریکې د اغېزمن شوي اقتصاد، د خلکو د کاروبار او بې روزګاره شویو خلکو مرسته به هم کېږي.

د امریکا په جان هاپکینز پوهنتون کې د کرونا وایرس په اړه د سرچینو مرکز وایي، دا وخت په ټوله نړۍ کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر څلور لکه 75 زره ته رسېدلی او څه کم 22 زره تنه مړه کړي دي خو وایي له دې سره سره یو لک 15 زره تنه ترې روغ شوي هم دي.

دا چې کرونا وایرس- د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا- اوس د نړۍ ۱۹۵ هېوادونو کې خپور شوی، ځینې یې د مخنیوي لپاره د روغتیاوو اسانتیاوو د نشتوالي شکایت کوي او له نړۍ څخه په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېریس د شورو- چارشنبې په ورځ د هغو هېوادونو لپاره د ۲ اربه ډالرو مرستې غوښتنه وکړه، چې وایي له کرونا وایرس سره د مبارزې بشپړ توان نه لري.

ښاغلي ګوتېریس په یوه آنلاین خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل، کرونا وایرس ټول انسانیت ته خطر دی، نو د مخنیوي لپاره یې د کوم هېواد ځانګړې مبارزه کافي نه ده او باید په ګډه یې مخه ونیول شي. د ملګرو ملتونو مشر وویل دغه مرسته به په راتلونکو نهو میاشتو کې د نړۍ ۴۰ هغو هېوادونو ته ورکول کېږي چې د پرمختګ په حال کې دي.

په نړۍ کې له کرونا وایرس سره مبارزې ته په پام سره د نړۍ د پرمختللیو هېوادونو د اقتصادي سازمان (جي ۲۰) مشران نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ‌ د ویډیو کانفرنس له لارې پر دې خبرې کوي چې د دې نړیوالې وبا د خپرېدو مخه څنګه ونیسي.

د دې سازمان د مالیې وزیران او مرکزي بېنکاران روان اوونۍ پر دې سلا شوي وو چې د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره یو ګډ پلان جوړ کړي. ټاکل شوې چې د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټېډروس اډانم ګیبریوس د جي ۲۰ ویډیویي کانفرس ته وینا وکړي او پر دوی د کرونا له نړیوالې وبا سره د مبارزې لپاره د مرستې ږغ وکړي.

تر چین وروسته کرونا وایرس په ایټلي کې تر ټولو زیات خلک مړه کړي چې تر اووه نیم زره اوښتی، ورپسې په سپېن کې ۳۶۴۷ تنه ترې مړه شوي، په ایران کې 2,077، په فرانس کې 1,331 او په برتانیا کې 465 کسان ترې مړه شوي دي.

یواځې په تېرو څلرویشت ګنټو کې په ایټلي کې 683، په سپېن کې 656، په فرانس کې 231 او په ایران کې 143 کسان ترې مړه شوي‌ دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG