لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قبايلي ضلعو اوسېدونکي وايي د انټرنېټ نشتوالی يې د زده کړو او کرونا وايرس د مالوماتو څخه محرومه ساتي


د شمالي وزيرستان مرکزي دروازه
د شمالي وزيرستان مرکزي دروازه

د خېبرپښتونخوا د قبايلي ضلعو سره تعلق لرونکي زده کوونکي او عام خلک وايي په داسې حال کې چې د کرونا وايرس وبا خوره ده، په علاقه کې د انټرنېټ نشتوالی یې ځوانان د تعليم او د سيمې خلک د کرونا وايرس په اړه د مالوماتو څخه محرومه ساتي.

د جنوبي وزيرستان د واڼه سره تعلق لرونکی حبيب الرحمان وايي د پنجاب د بهاولپور په اسلاميه پوهنتون کې د وکالت زده کړې کوي خو د تعليمي ادارو د بندېدو له امله هغه اسلام اباد ته منتقل شوی او خپلې علاقې ته نه دی تللی.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل هغه په اسلام اباد کې ځکه پاتې شوی چې پوهنتون یې د انټرنېټ د لارې انلاين کلاسونه پېل کړي او هغه خپله علاقه کې د انټرنېټ اسانتيا نه لري.

په ټولنيزو رسنيو هم د قبايلو ضلعو سره تعلق لرونکو او عامو خلکو داسې پوښتنې راولاړې کړي چې په اوسني وخت کې چې د کرونا وايرس د وبا په اړه ډېر مالومات د رسنیو او انټرنېټ د لارې ورکول کيږي په قبايلي ضلعو کې انټرنېټ نشته ځکه دا خلک د هر ډول مالوماتو څخه محرومه پاتې دي.

ډېرو کسانو ويلي که پوهنتونونه انلاين کلاسونه پېلوي د سيمې د زده کوونکو نه دغه کلاسونه هم پاتې کيږي.

په پاکستان کې د کرونا وايرس د وبا د مخنیوي په لړ کې مرکزي حکومت د ۳۱ مې پورې د تعليمي ادارو تړلو اعلان کړی خو ځينې پوهنتونونو انلاين کلاسونه پېل کړي دي.

د شمالي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ منتخب غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر محسن داوړ په ټویټر ويلي،

"په پخوانۍ فاټا کې اوس هم انټرنېټ نشته. زده کوونکي او د علاقې عام خلک د دې اسانتيا څخه محرومه ساتل کيږي په داسې کې چې په نور ملک کې انټرنېټ شته. زمونږ مسلې اوس هم شاته پاتې دي".

سياستوال افراسياب خټک ويلي،

"حکومت دې د نوؤ ګډو شوؤ ضلعو د خلکو نه بخښه وغواړي چې دغلته يې د تهري جي او فور جي انټرنېټ رسايي نه ده ورکړې، د کرونا وايرس د وبا پرضد د مبارزې په وخت دې علاقې ته انټرنېټ ورکړی شي چې زده کوونکي يې زده کړې روانې وساتي".

خو د خېبرپښتونخوا د وزيراعلی د انفارمېشن ټيکنالوجۍ د څانګې سلاکار ضيا الله بنګش وايي، په قبايلي ضلعو کې د انټرنېټ په رسولو کار کوي او امکان دی په راتلونکې مياشت کې به دغلته انټرنېټ کار پېل کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG