لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي پر عمره او د جومات پر لمونځونو تر بندیز وروسته په مکه او مدینه ښارونو کې بشپړ ګرځبندیز ولګاوه


واشنګټن ــــ د سعودي عرب حکومت پر عمرې، په جوماتونو کې د جمعې او د ورځې پر لمونځونو تر بندیز وروسته یو بل سخت ګام اخیستی ا و د مکې او مدینې په ښارونو کې یې د کرونا وایرس له کبله بشپړ ګرځبندیز لګولی دی.

په دغو ښارونو کې تر دې مخکې هم د پینځلسو ګنټو ګرځبندیز لګېدلی وو.

د سعودي د کورنیو چارو وزیر د پنجشنبې- زیارت په ورځ‌ پر ټویټر لیکلي "دغه ۲۴ ګنټې ګرځبندیز به د مکې او مدینې د ښارونو په ټولو برخو کې وي او ورسره به د دغو ښارونو په ګډون جدې او ریاض ته په ننوتلو او ترې را وتلو باندې هم بندیز وي".

د سعودي د کورنیو چارو وزارت‌ وایي په دغو ښارونو کې به دا ګرځبندیز تر بل امر پورې جاري وي، وایي په دې مهال به د دغو ښارونو د ابادۍ په سیمو کې کاروباري چارې هم په ټپه ولاړې وي او یواځې درملتونونه (فارمیسۍ)، د خوراکي شیانو دوکانونه، پټرول پمپونه او بېنکونه به پرانیستي وي.

دا چې دې ګرځبندیز هلته عام خلک څومره اغېزمن کړي دي،‌ په سعودي کې د جدې، مکې، او مدینې تر منځ د چلېدونکي "حرمین های سپیډ رېل" د کارکوونکو د روغتیا او چاپېریال د څانګې مشر شاه خالد د وي او اې ډیوه همکار وکیل خان ته په مرکه کې وویل، د ګرځبندیز په مهال که څوک بهر ووځي نو حکومت ورباندې جرمانه لګوي:

"زموږ رېل ګاډی مکمل ولاړ دی او کارکوونکي یې ټول په کورونو کې دي، حکومت له کرفیو سره جرمانه هم اعلان کړې ده که څوک له کوره وځي نو لس زره ریاله [څه دپاسه څلور لکه روپۍ] جرمانه به ورکوي".

شاه خالد په جده ښار کې اوسېږي او وایي چې هلته له پرونه راهیسې د ماسپښین له درو بجو بشپړ ګرځبندیز لګېږي چې وایي بیا له ډېر ضروري کار پرته چاته له کوره د را وتلو اجازه نه ورکول کېږي.

سعودي عرب د مارچ پر ۴مه له بهرنیو هېوادونو د ورتلونکو مسلمانانو پر عمرې بندیز لګولی او دوې اوونۍ وړاندې یې د مکې او مسجد نبوي په ګډون د هېواد په نورو جوماتونو کې هم د جمعې او د ورځې پینځه لمونځونه بند کړل.

د اپرېل په لومړۍ نېټه د حج او عمرې وزیر د نړۍ پر مسلمانانو ږغ کړی چې د سږ کال دپاره دې د حج تیارۍ پرېږدي. سعودي ویلي په داسې حال کې چې په سعودي او نوره نړۍ کې کرونا وایرس په تېزۍ خپرېږي، تر اوسه دا نه ده څرګنده چې سږ کال به د حج مراسم تر سره شي که نه.

په سعودي کې تر اوسه ۲۰۳۹ تنه په کرونا وایرس اخته دي او ۲۵ تنه ترې مړه شوي دي او تر اوسه ۳۵۱ تنه بیرته ترې روغ شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG