لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

28 کلنه ترکۍ سندرغاړې د حکومت په ضد د لوږې د احتجاج پر 288مه ورځ‌ مړه شوه


واشنګټن ــــ په ترکي‌ کې د ولسي موسیقۍ د یوې ډلې غړې سندرغاړې هېلین بولیک چې له خپل یوه همکار سره یې د دوی د موسیقۍ پر ډله د حکومتي بندیز په ضد د لوږې احتجاج کړی وو د جمعې په ورځ د احتجاج پر 288مه ورځ مړه شوه.

د "یوروم بېنډ" په نامه د ولسي موسیقۍ دا ډله په ترکي کې په احتجاجي او انقلابي سندرو مشهوره ده، چې په 1985م کال کې جوړه شوې او تر اوسه یې 23 البمونه خپاره کړي دي چې د ترکي په ګډون یې په نوره نړۍ کې هم مینه وال موندلي دي.

د ترکي حکومت پر دې ډله له مارکسي ګوند انقلابي پیپلز لیبرېشن پارټۍ (ډي ایچ کې پي) سره د اړیکو تور پورې کوي، له همدې امله یې په 2016م کال کې پر دې ډله بندیز لګولی او د موسیقۍ د دې ګروپ یو شمېر غړي‌ یې په زندانونو کې بند کړي دي.

28 کلنې هېلن بولیک او د ډلې یو بل غړي ابراهیم ګوکشیک څه کم لس میاشتې مخکې په زندان کې د خپلو ملګرو د نیول کېدو او د خپلې موسیقۍ پر ډله "یوروم بېنډ" باندې د سختو حکومتي بندیزونو په ضد د لوږې احتجاج پیل کړ، چې غوښتل یې پر حکومت فشار واچوي او د بندیزونو لرې کولو ته یې اړ کړي.

هېلن بولیک او ابراهیم په زندان کې د لوږې د احتجاج له کبله د تېر کال په نومبر میاشت کې خوشي کړل شوي وو او بیا یې پخپل کور کې احتجاج ته دوام ورکړی وو،‌ خو د ابراهیم د مېرمنې په ګډون د ولسي موسیقۍ د دې ډلې دوه غړي تر اوسه لا په زندان کې دي.

په ترکي کې په روایتي توګه د لوږې په احتجاج کې څوک ډوډۍ نه خوري خو له اوبو جوړ مایع شیان څښي، له همدې کبله د موسیقۍ د ډلې د دغو دوو کسانو د لوږې احتجاج تر نهه میاشتې زیات وخت وغزېد.

هېلن او ابراهیم د لوږې د احتجاج په مهال له حکومته غوښتنه کوله چې د دوی د موسیقۍ ګروپ ته دې بیرته د کنسرټونو اجازه ورکړل شي، په زندان کې بند ملګري دې یې خوشي کړل شي او پر "یوروم بېنډ" لګېدلي قانوني‌ بندیزونه دې بیرته واخیستل شي.

د ترکي د بشري حقونو تنظیم (ای ایچ ډي) وایي،‌ د لوږې د احتجاج له کبله دوی دومره زیات کمزوري شوي وو چې د مارچ پر 11مه نېټه په زوره په روغتون کې داخل کړل شول خو کله چې دوی له علاجه انکار وکړ،‌ نو یوه اوونۍ وروسته بیرته و ایستل شول.

ای ایچ ډي وایي، تېره میاشت د بشري‌ حقونو د فعالینو یو پلاوي د ترکي له مرستیال داخله وزیر سره د دې شخړې د حل دپاره ولیدل، چې دوی د لوږې احتجاج ختم کړي، خو وایي حکومت د دې شخړ له حل کولو تر هغه وخته انکار وکړ چې د لوږې احتجاج ختم شوی نه وي.

د "یوروم بېنډ" موسیقۍ ډلې د ترکي تر څنګ په اسټرېلیا، جرمني،‌ فرانس، شام، برتانیا، ډنمارک، بیلجیم، ایټلي، هالېنډ او د نړۍ په ګڼ‌ شمېر نورو هېوادونو کې هم کنسرټونه کړي او ډېرې سیاسي او انقلابي سندرې یې ویلې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG