لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نيويارک کې کرونا دوايروسو له امله په یوه ورځ کې ۶۳۰ کسان مړه شوي دي


په نيويارک کې د کرونا وايرسو دخورېدو لړۍ لا پسې چټک شوې او د دغلته دکرونا وائروسو له امله دځپل شوؤ خلکو شمېره يو لک ديارلس زره اووه سوه نه اوښتې ده چې پکې شاوخوا ۱۶۰۰۰ په هسپتالونو کې موجود دي.

يواځې د خالي په ورځ د دې وايروسو له امله ۶۳۰ کسان مړه شوي چې له دې وروسته دلته د مړو کسانو شمېر د درې نيم زره نه زيات شوی دی.

د نيويارک ښار د اور وژنې څانګې (نيويارک سټي فاير ډپارټمنټ) په ټولنيزو رسنيو فېسبوک ليکلي چې د کرونا وايرس له امله د دوي يو کارکوونکی (ډپټي چيف انسپکټر) سيد رحمان هم مړ شوی دی.

59 کلن سيدرحمان د نيويارک کوينز سيمه کې د خپلې کورودانې سعديه او څلور زامنو سره اوسېدلو.

دچین لخوا نیویارک سره د۱۰۰۰ وینټي لیټرو مرسته

د نيويارک ګورنر اندريو کومو د خالي په ورځ ويلي، چين د دوي ايالت ته ۱۰۰۰ وېنټي لېټرې لېږلي چې هغه دا مهال کېنېډي هوايي ډګر ته رارسېدلي دي.

له دې وړاندې ګورنر کومو په مرکزي حکومت هم غږ کړی ؤ چې د وېنټي لېټرو د کمي له وجې د خلکو ژوند په خطره کې دی خو اوس هغه هيله څرګنده کړې چې دوئ به ددې جوګه شي چې څه خلک د مرګ نه وژغوري.

د چين جو اېنډ کلارا ساي فاونډېشن نومې تنظيم د نيورک سره دا مرسته کړې ده.

د دې ترڅنګ جېک ما فاونډېشن هم نیویارک ته د يو میليون سرجيکل ماسکونو او يو میليون اېن ۹۵ ماسکونو لېږلو اعلان هم کړی دی.

دنيويارک سکولونو کې د سپرلي رخصتۍ ختمې

د نيويارک د تعليم د محکمې د چارواکو له خوا ويل شوي چې د سپرلي رخصتیانې ختمې کړا شوې دي خو د استاذانو له خوا په غبرګون کې د خفګان او غصې څرګندونه هم شوې ده.

د استاذانو د اتحاديې مشر مايکل ملګريو خپلو ملګرو ته لېږلي يو اي مېل کې ويلي، دا عمل ښکاري چې زمونږ د هغه مشکلاتو نه بې خبرتيا ده، او ښاروال ډي بلاسيو دا ثابته کړه چې په څومره ګران وخت کې دې استاذانو کار کولو.

دا مهال په نيويارک کې شاوخوا ۱۸۰۰ سکولونو کې شاوخوا يو میليون زده کوونکي درسونه وايي.

نيو جرسي کې د خالي په ورځ ۲۰۰ کسان مړه شوي

په نيو جرسي کې د کرونا وايرس له امله ۸۴۶ کسان مړه شوي او دا وخت په دې وايرس د اخته کسانو شمېر ۳۴زره نه زيات شوی دی چې پکې د څلور زره نه زيات کسان په روغتون کې داخل دي.

په امريکا کې د کرونا وايرس ښکار کسانو شمېر د درې لکه نه زيات شوی او د ۶۴ زره نه زيات کسان د دې وايرس له امله مړه شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG